سیمه ییز خبرونه
گاونډ هېوادونه په افغانستان كې د (( تير)) پلي كيدل نه غواړي
افغانستان په وچه كې را گير هېواد دى او د خپلو سوداگريزو مالونو د ليږد لپاره لارې ته اړتيا لري.
د ترانسپورت وزارت مرستيال جارالله منصوري وايي:
افغانستان اوس د تېر په نوم د نړيوال ترانزيتي سازمان غړيتوب لري؛ خو تر اوسه پورې د نقليه وسايطو د څرگندو تگلارو د نه شتون له كبله نه دى توانيدلى، چې له دې نظام گټه پورته كړي.
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي رييس محمد قربان حقجو د ماليې وزارت په ناغيړۍ تورن كړ.
نوموړي پاكستان هم تورن كړ، چې د تير پروگرام د پلي كيدو په وړاندې خنډونه جوړوي.
ماليې وزارت په دې اړه څه نه دي ويلي.
د واټونو نړيوال سازمان يا تير له دوه يمې نړيوالې جگړې وروسته جوړ شو او يوسل و اتيا هېوادونه يي غړيتوب لري، چې دا مهال د نړۍ ۵۸ هېوادونه د تير له سيستم گټه پورته كوي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په نولس سوه شپږ اويايم لمريز كال كې د دې سازمان غړيتوب تر لاسه كړ؛ خو د كورنيو جگړو په دليل په دې ونه توانيد، چې له دې سازمان څخه گټه واخلي.