Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو استازي له مولوي متقي سره ولیدل

خپور شوی

د

(Last Updated On: غویی ۲۸, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ کابل ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ ریچارډ بینیټ په یوه لس ورځني سفر افغانستان ته رسېدلی؛ د نوموړي د سفر موخه د نړیوالو اصولو له مخې د بشري حقونو د وضعیت ارزونه او د افغانستان د ژمنو د عملي کولو په اړه بحث خبرې دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له متقي سره په کتنه کې افغانستان ته د خپل سفر د موخې، ټاکل شوي ماموریت او کاري پلان په اړه معلومات وړاندې کړل.

متقي له ریچارډ بینیټ څخه وغوښتل، چې باید پر حقایقو ولاړ مستند راپور وړاندي کړي؛ نه دا، چې د رسنیو، مغرضو کړیو او له افغانستان څخه د بهر مخالفو اشخاصو پر اندونو قضاوت وشي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان د دیني ارزښتونو او خلکو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ته د راپور د چمتو کولو او د څېړنې د ترسره کولو په اړه توضیحات ورکړل.

د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې ریچارډ بینیټ له مولوي متقي څخه د افغانستان د مثبتو پرمختګونو، اوسني وضعیت، بشري حقونو او ټولنې په اړه د مهمو معلوماتو له شریکولو مننه وکړه او ویې ویل، چې دی به خپل راپور د حقایقو پر بنسټ جوړ کړي.

ریچارډ بینیټ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لخوا پدې دنده وګمارل شو. د نوموړي د ګمارنې موخه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه، ارزونه او مستند کول دي.

 نوموړی له تېرو څو ورځو راپدیخوا له بېلا بېلو افغان چارواکو سره د بشري حقونو په اړه ډاډمنې ناستې تر سره کړي دي.

 د ا.ا د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي: افغانستان له اوږدې مودې راپدیخوا د ملګرو ملتونو غړی دی او اوس هم د ملګرو ملتونو ټولو کنوانسیونونو ته، چې له اسلام سره په ټکر کې ندي ژمن پاتې دی.

د یادونې ده، چې افغان مشرانو د ملګروملتونو له دغه ځانګړي استازې سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې غواړي نړیوالې له ټولنې سره د نړیوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ ولاړې ښې، هر اړخیزې او ډاډمنې اړیکې ولري.

تازه خبرونه

ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د ازبکستان ولسمشر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، د قطر له لومړي وزیر او د عربي متحده اماراتو د انرژۍ له وزیر سره د افغانستان او د افغان ټرانس  اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.

 د ازبکستان ولسمشر د عربي خلیج حوزې د همکارۍ شورا د غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، د قطر له صدراعظم او د عربي متحده اماراتو له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې شوکت میرزایف د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ارتباطاتو په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د دغه تړون پر چټکې پلي کېدا خبرې وشوې. همدارنګه د افغان ـ ټرانس پټلۍ د جوړولو پروژه هم د بحث له موضوعاتو څخه وه.

شوکت میرزایف د عربي متحده اماراتو د انرژۍ له وزیر سره  په کتنه کې د افغانستان د  افغان – ټرانس  اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي چمتووالي او د کار پیل ته پر ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی دی.

د قطر لومړي وزیر په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې د قطر مخکښو شرکتونو پر مشارکت د پانګونې مهمې پروژې د پلي کولو په حال کې دي .

د ازبکستان جمهور رییس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنه کې د افغانستان وضعیت وارزاوه او پر لوړه کچه یې د تړونونو د عملي کېدا او ګډې پانګونې په چوکاټ کې د هر اړخیزې ونډې او همکاریو یادونه وکړه.

شوکت میرزایف د دغه هېواد د انرژۍ او بېخبناوو د وزیر سهیل المروزي پر مشرۍ د عربي متحده اماراتو له پلاوي سره په کتنه کې هم د افغان – ټرانس پټلۍ د جوړېدو پیل مهم وباله او دواړو لورو د دغه هېواد د انرژۍ او بېخبناوو د پراختیا په اړه ټیګار وکړ، چې د تخنیکي پروژې چمتو کولو او د -افغان ـ ټرانس اورګاډي د جوړولو پیل ته پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو ویلي وه؛ قطري چارواکو د افغان ـ ټرانس په پروژه کې د پانګونې ژمنه کړې ده. اوس‌مهال د دې کرښې تخنیکي چارې او سروې د عربي متحده اماراتو د شرکتونو له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د پاکستان بلوچستان ایالت پولیسو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه ایالت څخه په خپله خوښه ووځي.

پولیسو ویلي، چې که دغه کډوال په ځايي وخت د سې شنبې پر ورځ سهار اته بجې د بلوچستان له څنډو او کلیو ونه‌وځي؛ جبري به وویستل شي.

هغه کډوال افغانان، چې د افغان تابعیت او د راجسټریشن کارتونه لري هم په دې خبرتیا کې شامل دي.

که څه هم د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې هغه کډوال به له پاکستان څخه ونه‌ایستل شي، چې د افغان تابعیت کارتونه او د راجستریشن سندونه ولري؛ خو اوس د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، چې قانوني کډوال به هم ایستل کېږي.

له دې مخکې اسلام‌آباد افغان کډوالو ته د دوشنبې پر ورځ ( د وري اتویشتمه / د اپریل پېنځلسمه ) ضرب الاجل ټاکلی و او دا یې د افغان کډوالو د جبري اخراج دوه‌یم پړاو ونوماوه.

چارواکو ویلي، چې دا پړاو پر شاوخوا ۸۵۰ زره افغانانو، چې ډېر یې له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کوي؛ د پلي کېدو وړ دی.

د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له نیم میلیون ډېر کسان له پاکستان څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د کجکي بند ملي پروژه وارزوله

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.

د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي یاده کړه او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو له کبله د مسوولینو هڅې وستایلې.

ملا برادر ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برښنا د تولید کچه راټیټه شوې وه؛ خو سږ کال په هېواد کې د اورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.

له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برښنا د تولید کچه لوړه شي.

د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې  د هلمند پر سیند د موسمي سیلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برښنا د تولید لپاره جوړ شوی دی.

دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روزګان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو څخه هم لیدنه کړې او هلته یې له سیمه‌ییزو چارواکو او عامو خلکو سره کتلي او د لازمو مرستو د رسولو امر يې کړی دی.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر روزګان ولایت ته د سفر پرمهال له سیلاب ځپلیو او زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ یوه اندازه نغدي مرسته هم  کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو سیلابونو کې  ۴۶۸ د استوګنې کورونه بشپړ او لږ څه ویجاړ شوي او له پنځوس څخه ډېر پلچکونه او زرګونه جریبه فصلونه سیلابونو وړي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!