1393ټاكنې

گل آغا شېرزي په كندهار كې خپله تگلاره بيان كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ د ټاكنو نوماند گل آغا شېرزى وايي، كه ولسمشر شي؛ نو قانون به په بشپړه توگه تطبيق كړي.

ښاغلى شېرزى وايي، چې:

د برياليتوب په صورت كې به د هېواد د بيارغونې او پرمختگ هغه پروژې پلې شي، چې د اوسني ولسمشر څخه پاتې شوې دي.

گل آغا شېرزي، چې دواړه مرستيالان يې هم ورسره ول د چارشنبې په ورځ(د كب ۷) په كندهار ښار كې دې غونډې ته خپله تگلاره بيان كړه او ژمنه يې وكړه، چې د قانون د حاكميت د ټينگښت ترڅنگ به يوه بريالۍ اداره هم رامنځته كړي.

هغه زياتوي، چې كه يې د خلكو رايه ترلاسه كړه؛ نو ټول هغه كسان به له حكومت څخه ليرې شي، چې لاسونه يې د خلكو په وينو سره دي.

هغه په دغه ولايت كې پر امنيتي ځواكونو هم كلكه نيوكه وكړه، چې گنې د ده د ټاكنيزو مركزونو د امنيت په ټينگښت كې يې هيڅ اقدام نه دى كړى؛ خو د كندهار امنيه قوماندان د نوموړي دا څرگندونې ردوي او وايي، چې په دې ولايت كې د ټولو نوماندانو امنيت ټينگ شوى دى.

Trending

Exit mobile version