پرمختګ او بشپړتیا
گڼ شمېر سوداگر هڅيدلي، چې په لويه پكتيا كې پانگونه وكړي
د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونې چارواكي وايي :
گڼ شمېر ملي سوداگر يې هڅولي، چې په لويه پكتيا كې پانگونه وكړي.
يادو چارواكو دغه څرگندونې د لويې پكتيا په مركز گردېز كې د سوداگرۍ ا و صنايعو خونو د ولايتي دفتر د مشريزې د ټاكنو پرمهال كړي او ويلي يې دي، چې:
يوزر و پېنځه لس تنه سوداگر چمتو شوي، چې په گردېز كې د سيمه يز دفتر د مشريزې له ټاكلو كيدو وروسته د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو او بېلابېلو برخو كې پانگونه وكړي .
خان جان الکوزی د سوداگريزو چارو مرستيال، چې گردیز ته تلى وايي:
د سوداگرۍ او صنايعو خونه په ۲۱ ولایتونو كې نماینده گۍ لري.
د نوموړي په وينا:
په جنوب ختيځو ولايتونو كې يې درې كاله وړاندې د سل غړيو په لرلو كار پيل كړى ، چې اوس ۱۰۵۰ غړي لري.
پاسوال گل نبی احمدزی د ۵۰۵ سپين غر زون كومانمدان، چې په دې ناسته كې يې برخه درلوده وايي:
د پانگونې او كارخانو امنيتي ساتنه د پانگونې د ودې لپاره ډېر اهميت لري.
په پكتيا كې يو شمېر صسوداگر واي، چې ددوى شته ستونزې به د سوداگرۍ او صنايعو خونه حلوي.
د كار پوهانو په اند كه د تېر په څېر د جنوب ختيځې حوزې پر لرگيو، تركاڼۍ او حجارۍ پانگزنه وشي نه يوازې به په عايداتو كې زياتوالى راشي، بلكې زرگونه خلكو ته به د كار زمينه هم برابره شي.