تازه خبرونه
یاري: له اتو میلیارد افغانیو زیاتې پیسې سپمول شوی
د تدارکاتو ملي اداره وايي چې افغانستان په تیرو نهو میاشتو کې له اتو میلیاردو افغانیو زیاتې پیسې سپمولي دي.
د دغې ادارې مسولین وايي چې د بیلا بیلو وزارتونو په یو سلو نهه اتیا منظورو شویو پروژو کې يې اته میلیارده ډالره سپما کړي دي.
په دغو پروژو کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک لپاره د تیلو د تړون په ګډون د دغه وزارت یوولس تړونونه هم شامل دي.
د افغانستان د تدارکاتو ملي ادره وايي چې پخوا په ادارو کې د پراخ اداري فساد له کبله د هیواد زیاته ملي پانګه تالاترغۍ شویده.
دوی وايي چې تر اوسه یو سلو نهه اتیا بیلا بیلې پروژې او تړونونه د دوی تر زره بین تیر شوي دي.
یمایاری د تداکاتو د ملي ادارې رییس:
“له کله راهیسې چې د تدارکاتو ملي ادارې په کار پیل کړي، په ټوله کې ۱۸۹ قراردادونه منظور شوي او د عامه تدارکاتو په برخه کې له اته ملیارده افغانیو څخه زیاتې پیسې سپمول شوي.“
د دغې ادارې مسولین وايي چې د دیارلسو لویو تړونونو په ډله کې یوولس د دفاع وزارت مربوط دی چې یوازې د ملي دفاع وزارت په تړونونو کې یو سلو دري میلیون ډالره سپمول شوي دي.
” د ملي دفاع وزارت یوازې په همدې لسو قراردادونو کې شاوخوا ۱۰۳ ملیون افغانۍ سپمول شوي او همدا رنګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د تېلو قرارداد پرون منظور شو.“
په افغانستان کې په تیره یوه لسیره کې ډول ډول لویې او وړې پروژې لاسلیک او عملي شوې، خو په دغو پروژو کې د پراخ اداري فساد له کبله د خلکو هیلې پوره نه شوې.