تازه خبرونه

یان کوبېش: د ټاكنيزو كمپاينونو پر مسئولينو بريدونه د اندېښنې وړ دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى خبردارى وركوي، چې د دې هېواد راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې به شفافې تر سره نه شي. ښاغلي كوبېش په عين حال كې له درغليو د پاكو ټاكنو په تر سره كېدو كې د يوناما د همكاريو پر دوام ټينګار وكړ او له حكومت، ټاكنيزو بنسټونو او د ولسمشريزو ټاكنو له كانديدانو يي وغوښتل، چې د رڼو ټاكنو لپاره هڅې وكړي.

اووه ورځې كېږي، چې د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو ټاكنيز كمپاينونه پېل شوي، خو داسې ښكاري چې ناامنيو دا پروسه زيانمنه كړې ده.

د ټاكنيز كمپاين له پېل څخه تر اوسه د ټاكنيزو كمپاينونو درې كاركوونكي وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى، زياتره دا ډول پېښې هرات كې را منځته شوي دي.

يان كوبيش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي، دا پېښې د اندېښنې وړ او د نه منلو دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د ولسمشريزو ټاكنو د ټاكنيزو كمپاينونو د كاركوونكو په نښه كول د اندېښنې وړ ده او زه يي غندم او له تكرار څخه يي بايد مخنيوى وشي، ټولو دې ته سترګې نيولي، چې د افغانستان راتلونكې ټاكنې په خپل وخت سره تر سره شي.

ښاغلي كوبيش ټينګار وكړ كه څه هم د رڼو ټاكنو د تر سره كېدو لپاره يو لړ هڅې شوي، خو دى زيات هيله من نه دى، چۍ دا ټاكنې به رڼې او د وسله والو له ګواښونو خوندي وي.

يان كوبيش ووېل، زه هيله من نه يم، چې په ۲۰۱۴ كال كې د افغانستان ولسمشريزې ټاكنې په روڼ ډول تر سره شي، خو مونږ به دې برخه كې خپلو همكاريو ته دوام وركړو. دا د افغان حكومت، ټاكنيزو بنسټونو او د ولسمشريزو ټاكنو د كانديدانو مسئوليت دى، چې د رڼو ټاكنو د تر سره كېدو لپاره هڅې وكړي.

د دريم ځلي ولسمشريزو ټاكنو تر سره كېدو ته يواځې ۵۴ ورځې پاتې دي، خو امنيتي ګواښ لا هم د دې ملي بهير پر وړاندې ستر خنډ دى.

تر اوسه هېڅ يوې ډلې او كس د ټاكنيزو كمپاينونو پر فعالينو د بريدونو مسئوليت پر غاړه نه دى اخيستى او حكومت هم تر اوسه نه دى توانېدلى، چې د دې بريدونو عاملين ونيسي.

Trending

Exit mobile version