سیمه ییز خبرونه
یحیی سنوار د اسماعیل هنیه پر ځای د حماس نوی سیاسي مشر شو
اسرائیل ۶۱ کلن سنوار د اوکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د برید طراح بولي، چې په کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر نور بندیان شول.
حماس ويلي، په غزه کې یې لوړپوړی چارواکی یحیی سنوار د خپل سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه غوره کړی دی.
د سنوار غوراوی د سېشنبې پر ورځ د اسمعیل هنیه له وژل کیدو وروسته تر سره شوی دی. هنیه د زمري پر نهمه / جولای پر دېرشمه په تهران کې د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې له مراسمو وروسته خپل استوګنځي ته پر لار ووژل شو.
د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په یوه لنډه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر په توګه قومندان یحیی سنوار وټاکل شو.
اسرائیل ۶۱ کلن سنوار د اوکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو د برید طراح بولي، چې په کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر نور بندیان شول.
په غزه کې د اسرائیلو پر ځمکنیو او هوایي بریدونو نږدې ۴۰ زره فلسطینیان وژل شوي، چې په زرګونه یې ښځې او ماشومان دي. دغه راز نږدې ۲ اعشاریه ۳ میلیون وګړي یې بېځایه کړي او بېساري بشري ناورین یې رامنځته کړ.
شنونکیو ویلي؛ د اسماعیل هنیه ځایناستی سنوار، چې د اوکتوبر د اوومې له برید وروسته تر ډېره حده ندی لیدل شوی، د بشپړ سیاسي واک لرونکی دی.
ویل کیږي، چې د اسماعیل هنیه وژنه په دې موخه ترسره شوې، چې په غزه کې جګړه نوره هم اوږده شي.
