نړۍ
یمني حوثيانو په سره بحیره کې پر دوه کښتیو یو بل توغندیز برید کړی
د حوثيانو یوه ویاند د سې شنبې پر سهار ( د سلواغې اوولسمه ) څرګنده کړې، چې په سره بحیره کې یې پر دوه کښتیو توغندي وتوغول، چې له کبله یې د یمن د حدیده له سواحلو څخه تېرېدونکې باري کښتۍ ته لږ څه زیان اوښتی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ حوثيانو د تېر کال د نومبر له نیمایي راپدیخوا په سره بحیره کې پر بې پیلوټه الوتکو او توغندیو سوداګریزې کښتۍ پر نښه کړي، چې دا کړنې یې د غزې په جګړه کې د اسرائیلو پر ضد له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ ښکارندویي کوي.
د حوثيانو پوځي ویاند ویلي، چې د دوی توغندي پرMorning Tide و Star Nasiaنومو دوه کښتیو توغول شوي، چې د څرګندونو له مخې یې د بریټانيا او امریکا دي. په داسې حال کې، چې دې کښتیو د مارشال ټاپوګانو او بارباډوس بیرغونه لېږدول.
د بریټانیا د بحري امنیت آمبري شرکت نن څرګنده کړه؛ د بریټانیا د بارباډوس بیرغ لېږدوونکې باروړونکې کښتۍ، چې د بارباډوس بیرغ یې لېږداوه د سرې بحیرې له لارې سویل ختیځ ته پر لاره د بې پیلوټه الوتکې پر توغندیز برید زیانمنه شوې ده.
د آمبري شرکت د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې کومه مرګ او ژوبله نهده اوښتې او بېړۍ له لږ ځنډ وروسته خپل سفر روان ساتلی دی.
د دوهیمې بریټانیایي بیړۍ مارننګ ټایډ نومې خاوند رویټرز ته ویلي، چې کښتۍ اوسمهال پرته له کومې ستونزې تېریږي؛ خو نور جزئیات یې ورنهکړل.
د انګلستان د بحري سوداګرۍ عملیاتو سازمان (UKMTO) د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی پر کښتۍ د توغندیز برید راپور ترلاسه کړی او ورته نږدې یوه کوچنۍ کښتۍ لیدل شوې ده.
په سره بحیره کې د حوثیانو بریدونو نړیوال سوداګریز لیږد ګډوډ کړی؛ شرکتونه یې اړ کړي، چې د افریقا په سویلي کې اوږد او خورا ګران بیه سفرونو ته مخه کړي او ورسره دا اندېښنې هم راپورته شوی، چې د اسرائیل او حماس جګړه به د مینځني ختیځ سیمو ته وغځیږي او سیمه به بې ثباته کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ امریکایي ځواکونو پر یمني حوثیانو بریدونه کړي دي.