تازه خبرونه

یمني حوثیانو د سعودي د تېلو پر ودانیو توغندیز بریدونه کړي

Published

on

د یمن وسلوالو ځواکونو ویاند ويلي، چې په ختیځ سعودي عربستان کې یې د سعودي د تېلو پر ودانیو توغندیز بریدونه کړي دي.

 د راپورونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د سعودي د تېلو ملي شرکت او یو شمېر پوځي موخې د څارګرو الوتکو پر مټ ویشتل شوي دي.

د یمني وسلوالو ځواکونو ویاند برید جنرال سرټیپ یحیی ویلي؛ توپخانې او څارګرې الوتکې مو بریالۍ شوي، چې په سعودي عربستان کې ۱۴ هوایي او اته بالسټیک توغندیز بریدونه ترسره کړي او په راس التنورا بندر کې يې د آرامکو ډرون او میزائل وویشل.

له برید څو ساعته وروسته سعودي ائتلاف ویلي، چې دوی دغه توغندي او ډرونونه ویجاړ کړي دي.

د یمن پوځ خبرداری ورکړی، چې که سعودي عربستان پر یمن د خپلې محاصرې او بریده ډډه ونکړي؛ نو د نورو بریدونو په تمه دې وي.

برید جنرال سرټیپ یحیی زیاته کړې؛ دا عملیات زمونږ د طبیعي او مشروع حق په چوکاټ کې د سعودي بریدګر ائتلاف د کړنو په ځواب کې ترسره شوي دي.

سعودي عربستان ویلي، چې د حوثیانو په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان رسېدلی ندی.

Trending

Exit mobile version