سیمه ییز خبرونه

یوازې افغانان کولای شي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په باب پرېکړه وکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، چې په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو د شتون په باب يوازې د افغانستان خلك پرېكړه كولاى شي.

كابل او واشنګټن هڅه كوي تر څو د دواړو هېوادونو تر مېنځ په امنيتي تړون كې يې غوښتنې ومنل شي.

افغان ولسمشر حامد كرزي خبر وركړ، چې د دغه تړون د لاسليك لپاره د امريكا له خوا د وړاندې شوې طرحې يو شمېر برخې يې رد كړي دي.

ولسمشر وايي، چې يوازې د افغانستان خلك كولاى شي، تر څو په هېواد كې د بهرنيو ځواكونو د شتون په باب پرېكړه وكړي.

نوموړې همدارنګه وايي، كه امريكا غواړي له ۲۰۱۴ كال وروسته په افغانستان كې حضور ولري نو بيا په دغه هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره دې هڅي وكړي.

په همدې حال كې افغان ولسمشر زیاته کړه، چې يو شمېر وسله وال طالبان د سولې خبرو ته ليواله دي.

افغان ولسمشر د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا سره د ليدنې پر مهال وويل، چې يو شمېر بهرنې كړى هڅه كوي تر څو د سولې له بهير سره د طالبانو د يو ځاى كېدو مخه ونيسي.

د افغان ولسمشر حامد كرزې په باور يو شمېر بهرني نه غواړي تر څو د سولې بهير كامياب شي.

په همدې حال كې د افغانستان عالمانو سراسري شورا يو ځل بيا ځانمرګې بريدونه حرام وبلل او له وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې د سولې له بهير سره يو ځاى شي.

لدې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، چې د وسله والو طالبانو يو شمېر مشران د سولې بهير ته ليوالتيا لري، خو دغه كسان يا خو وژل كېږي او يا هم له ګواښونو سره مخ كېږي.

Trending

Exit mobile version