تازه خبرونه
یوازې بایومتریک رایې به د راتلوونکي مشر برخلیک ټاکي- کمیسیون
که څه هم تمې دي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون به د خلکو د رایو برخلیک روښانه او د ټاکنو پایلې به اعلان کړي؛ خو د کمیسیون رییسې حوا نورستانۍ ویلي، چې د رایو بیا شمېرنه او پلټنه به په ټاکنیز بهیر کې د روڼتیا لپاره تر سره شي او په ټاکنیزو چارو کې به هیچا ته د مداخلو اجازه ورنکړ شي او د دې ملي بهیر د ننګونې مخه هم نیسو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وایي، چې د پایلو ځنډ د هېواد په ګټه ندی؛ پر بشپړ رڼښت ټینګارکوو، تر فشار لاندې نه راځو. که اړ شو صندوقونو ته ورګرځو؛ بې بایو متریک رایې باطلوو او په دې توګه به روانې ستونزې حل شي.
نوموړې ټینګار کوي، چې که څه هم د رایو بیا شمېرنه دریدلې؛ خو ژر به دا ملي بهیر بیا پیل شي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ له دې ملي بهیر سره خیانت نه کوو. هرڅوګ، چې ګټونکی و؛ هغه به اعلام شي، خو د رایو بیا شمېرنه پیلیږي. مونږ اړ یو، چې دا بهر پیل او د رایو پلټنه او شمېرنه پیل او د ټاکنو کمیسیون قانوني کړنلارې باید بشپړې شي.