تازه خبرونه
یوشمېر هوایي شرکتونه د منځني ختیځ سیمې ته د افغانستان له لارې الوتنې غوره بولي
رویټرز دې ته په نغوته کې ویلي، چې د یادې ټولنې د معلوماتي شننې پر بنسټ د روان کال د اګسټ میاشتې په دوهیمه اوونۍ کې له افغانستان څخه د الوتنو شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۷ برابره زیاتوالی ښيي.
رویټرز خبري سرچینې په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې د سنګاپور هوایي شرکت، بریټش ایرویز او لوفټ هانزا له کلونو ځنډ وروسته د افغانستان پر خاوره خپلې الوتنې زیاتې کړي؛ ځکه، چې په منځني ختیځ کې شخړو او کړکېچونو دا فضا څه نا څخه خوندي ګرځولې ده.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې: دې شرکتونو درې کاله مخکې کله، چې اسلامي امارت د افغانستان واک بیا خپل کړ او د هوايي ټرافیکو د کنټرول د خدماتو د ځنډولو له کبله یې له افغانستان سره تګ راتګ بند کړی و؛ نو اوس ورته د آسیا او اروپا تر منځ یوه اړینه لار ګرځېدلې ده.
د دغه راپور له مخې: سره له دې، چې د هوايي ټرافيکو د کنټرول خدمات پيل شوي ندي؛ خو هوايي شرکتونه په پراخه کچه د ايران او اسرائيلو تر منځ فضایي لار؛ د افغانستان له هوايي حريم څخه ډېره خطرناک ګڼي.
له دې مخکې په ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال کې پر اوکراین له برید وروسته د روسیې فضایي لار د تړل کېدو له کبله ډېرو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې ایران او منځني ختیځ ته لېږدولې وې.
د فلایټ ټریډر ۲۴ ټولنې ویاند یان پیټتچنیک رویټرز ته ویلي: هوایي شرکتونه د امکان تر حده د خطر کمولو په لټه کې دي او له همدې کبله د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوسني کړکیچ ته پر پاملرنه له افغانستان څخه الوتنې یو خوندي غوراوی ګڼي.
رویټرز دې ته په نغوته کې ویلي، چې د یادې ټولنې د معلوماتي شننې پر بنسټ د روان کال د اګسټ میاشتې په دوهیمه اوونۍ کې له افغانستان څخه د الوتنو شمېر د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۷ برابره زیاتوالی ښيي.
ویل کیږي، چې دا بدلون په روان کال کې پر اسرائیلو د ایران له راکټي او څارګرو بریدونو وروسته رامنځته شوی دی.
اړوند خبرونه:
ایران ایر هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پيل کړې
له درې میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې
