بی بی سی پښتو

یوناما: د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت هڅې پڅې شوې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)
BBC

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه تازه رپوټ کې وايي، د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت هڅې پڅې شوې دي.

د دې رپوټ په بنسټ له فساد سره د مبارزې د ستراتیژي پلي کېدو بهیر په ۲۰۱۹ میلادي کال کې بشپړ شو او تر اوسه نوې ستراتیژي نه ده چمتو شوې.

د دې رپوټ موندنې ښيي چې پخوانۍ هڅې لاهم د ډېرو افغانانو په ژوند مثبت اغېز نه دی کړی او د افغانستان د اوږد مهاله سولې او سوکالۍ پر وړاندې فساد لاهم یو تر ټولو مهم خنډ پاتې دی.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له اداري فساد سره مبارزه د ولسمشر محمد اشرف غني لومړبتوب دی او په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم شته.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې ادارې یا یوناما د اداري فساد اړوند خپل څلورکلنی راپور” ‘اداري فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه؛ د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده” تر سرلیک لاندې د جون پر ۱۷مه خپور کړی دی.

دا اداره، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت د پرمختګ څو ټکي تاییدوي؛ لکه د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز چې خپلې وړتیاوې یې د لوړې کچې اداري فساد د قضیو په برخه کې لوړې کړې دي.

خو وايي، د فساد پر وړاندې اصلاحات په ۲۰۱۹ کال کې ټکني شوي او همدارنګه د تېرو کلونو پرتله ډېر لږ د قانون جوړونې او ستراتیژیک نوښتونه شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ‘دیبرا لاینز’ افغانستان کې د سولې هڅو ته په اشارې وايي، د سولې او پرمختګ شاوخوا ننګونو او فرصتونو ته په کتو سره، د فساد پروړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي، د کوویډ ۱۹کړکیچ ته رسیدنه او د یوه سوکاله، هوسا او سالم افغانستان رامینځته کول روڼتیا او حساب ورکونې ته اړتیا لري – چې د هر ملت د راتلونکي لپاره بنسټیز اساسات جوړوي:

Getty Images

“په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له سترو اقتصادي ننګونو سره مخامخه ده، چې له کبله یې افغانستان ته پام کمېږي، نو په دغه هېواد کې له فساد سره د مبارزې لپاره په ټولو برخو کې نور پرمختګونه مهم دي.”

یوناما د فساد په اړه په خپل کلني راپور کې سپارښتنه کوي چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې دې د افغان ادارو ملاتړ وشي او د افغانانو ژوند ته دې ښه والی وروبښي چې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي:

“د اداري فساد پر وړاندې پخوانې هڅې لا هم د ډېرو افغانانو په ژوند مثبته اغېزه نه ده کړې او دې پایلې ته رسېدلی چې د ډېرو قانوني او پالیسۍ ریفورمونو سربېره چې تر سره شوي، د افغانستان د اوږد مهاله سولې او سوکالۍ پر وړاندې فساد لا هم یو تر ټولو یو مهم خنډ پاتې.

د ملګرو ملتونو دې راپور ته په غبرګون کې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت او ولسمشر لپاره یو لومړیتوب او اصل و او لا هم دی.

ښاغلي صدیقي په عدلي او قضايي ارګانونو، مالیې وزارت، امنیتي ادارو او نورو حکومي بنسټونو کې سمونونو ته په اشارې سره وویل دې “پراخو اصلاحاتو” ښې پایلې لرلې دي او حکومت ولسمشر له ادارې فساد سره مبارزې ته ژمن دي او دې ته د یو مهم اصل او لومړیتوب په سترګه ګوري.

Getty Images

ملګرو ملتونو دا رپوټ په داسې مهال خپور کړی چی په ارګ پورې تړلی نوملړ ښيي چې د ماليې وزارت د اوسنیو درې مرستیالانو او د ګمرکونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د دې وزارت نږې ۷۰ نور چارواکي ممنوع الخروج بلل شوي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د دغه افشا شوي لیست په اړه ناخبري ښيي او وايي، تر اوسه دوی ته دغه لیست نه دی رسېدلی.

په دې مکتوب کې ویل شوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د شفاهي لارښوونې له مخې د مالیې وزارت ۶۸ چارواکي ممنوع الخروج شوي دي او د مکتوب له مخې تر بل امر پورې له هېواد بهر ته د تللو اجازه نه لري.

Trending

Exit mobile version