تازه خبرونه

یوناما د تاوتریخوالي د درولو او سولې ته د رسیدو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت دفتر(یوناما) نن پنجشنبه د تلې ۲۴ یو ځل بیا د تاوتریخوالي د پای او سولې ته د رسیدو غوښتنه کړې ده.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په هلمند کې د روانې اوونۍ شخړو زرګونه ملکي وګړي د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي.

د یوناما خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې په دې نښتو کې د لومړنیو راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړیو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.

یاد بنسټ زیاته کړې؛ روان تاوتریخوالي نه یوازې عادي وګړیو ته زیاته بدبختي او سختي رامنځته کړې، بلکې په دوحه کې د دواړو خواوو تر منځ تاریخي خبرې اترې یې هم تر اغېزې لاندې راوستي دي.

دغه راز زیاته شوې، چې د افغانستان د جګړې زیان ملکي وګړيو ته رسیږي. په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله، چې د تاوتریخوالی د شدت له کبله رامنځته کیږي؛ تر دې مهاله لږه ده، خو داسې بریښي، چې په وروستیو اوونیو کې د اندېښنې وړ بدلونونه د رامنځته کیدو په حال کې دي.

 د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دوامداره توګه په وسلوالو شخړو کې ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوړي. د ښځو او ماشومانو په ګډون، د ملکي وګړیو تر ټولو زیاته مرګ و ژوبله د غیر مستقیمو هاوانونو، توغندیو او أاسي بمونو د کارولو له کبله رامنځته کیږي، چې ملکي وګړي باید له زیانونو څخه وژغورل شي. په افغانستان کې د ملکي وګړیو د خوندیتوب یوازنۍ لار د تاوتریخوالي درول او سولې ته رسیدل دي.

یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې له ځنډ پرته د تاوتریخوالي پر بندولو او د خبرو اترو له لارې د سولې هوکړې ته پر رسیدلو ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version