تازه خبرونه
یوناما د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز نن د امنیت شورا ته د وسلوالو طالبانو د بریدونو له دېرېدو خبرداری ورکړی او زیاتوي، چې د بریدونو ډېرېدل به نورو هېوادونو ته د ناامنیو د پراخېدلو معنا ولري.
هغې ویلي، چې وسلوالو طالبانو له ۳۷۰ ولسوالیو څخه له ۵۰ دېرې نیولي دي.
ډیبرا لاینز په اوسنیو لویو مسلو کې، چې پر هېواد منفي اغېز کوي سیاسي او امنیتي حالات، د سولې بهیر، اقتصادي وضیعت، بېړنی بشري وضیعت او کرونا په ګوته کړل او وایي، چې د افغانانو مقاومت په جدي ډول آزمویل کیږي او د یو لړ ناوړه وضیعت خواته ورښویېدل نشي ردیدلی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې یوځل بیا په افغانستان کې د پېښیدونکي حالت د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، چې اغېز به یې پر ټوله نړۍ وغورځیږي.
نوموړې ویلي: هغه څه، چې په افغانستان کې رامنځته کیږي؛ نړیوالې پایلې لري او د امنیت شورا باید د دغه سخت وضیعت په اړه خبره وي.
لاینزد جګړې له ښکېلو غاړیو وغوښتل، چې د جنګ ډګر خوشې او د سولې ځنډول شوي بهیر ته را وګرځي.
دغه راز هغې دامهال او یا په راتلونکي کې د یوه تپل شوي پوځي حکومت د رامنځته کولو د هر راز هڅو پر وړاندې خبرداری ورکړ، چې دا به د افغانستان د خلکو، سیمه ییزو هېوادونو او په لویه کچه د نړیوالې ټولنې د ارادې خلاف وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې همدارنګه له ټولو غړیو دولتونو وغوښتل، چې د بشري مرستو د ځواب ورکولو له پلان سره سخاوتمندانه مرسته وکړي، چې د دولت د روانو بشري اړتیاوو او پرمختګ ملاتړ وشي.
ملګري ملتونه به له ټولو اړخونو- د افغانستان له حکومت، طالبانو، سیمه ییزو مشرانو او نړیوالې ټولنې سره خپل کار ته دوام ورکړي، چې د ډېرې اړینې سولې لپاره رامنځته شوی ملاتړ پیاوړی شي.
هغې ویلي: زه یو ځل بیا افغانانو ته ډاډ ورکوم، چې ملګري ملتونه به دوی یوازې نه پریږدي او خپل کار ته به دوام ورکړي.