تازه خبرونه

یوناما د پاکستان د هوایي ځواک په بریدونو کې افغانانو ته د اوښتي ځاني زیان څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د پاکستانيو پوځیانو لخوا په هوايي او راکټي بریدونو کې ملکي افغانانو ته پر اوښتې مرګ او ژوبلې ژوره اندېښنه ښیي او په دې اړه یې د څېړنې ډاډ څرګند کړی.

د افغانستان اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو پرون (شنبه د وري ۲۷ ) په خوست ولایت کې تائید کړه، چې پاکستانيو ځواکونو د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په ځینو سیمو بمبارد کړی، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

دغه راز سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ د کونړ ولایت پر شلتن ولسوالۍ هم د پاکستان په راکټي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

یوناما د یکشنبې پر ورځ (د وري ۲۸ ) ټویټ کړی، چې ملکي وګړي باید هیڅکله پر نښه نشي. یوناما هڅه کوي، چې حقایق روښانه او د دې پېښو له کبله د اوښتې مرګ او ژوبلې کچه په ډاګه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ او دواړه پېښې یې وغندلې.

یاد وزارت پاکستاني لوري ته څرګنده کړې، چې په راتلونکي کې باید د دغه ډول کړنو مخه ونیول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر کونړ او خوست ولایتونو د پاکستان د راکټي او هوايي بریدونو په غبرګون کې خبریالانو ته د شنبې پر ورځ په یوه غږیز پیغام کې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانانو زغم دې نه امتحانوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې بايد له سياسي لارې اوارې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي، چې برید پر کډوالو شوی دی.

 اسلامي امارت تل ویلي؛ هیڅ هېواد او ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه په بل هېواد کې د بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.

د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پر بریدونو اویا ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

 

Trending

Exit mobile version