تازه خبرونه
یوناما له اعدامونو خواشینې شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
یوناما د خطرناکو او د بشري جرمونو په تور د شپږو تورنو کسانو په اعدام خواشیني څرګنده کړې.
په کابل کې یوناما څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د اعدام سزا دعملي کولو له پاره د یوه قانوني مهلت د ورکولو له دوامداره غوښتنو سره سره، ولسمشر غني په اعدام د محکومو کسانو د ۶ تنو د اعدام حکم وکړ.
دغه بنسټ وایي، چې د اعدام د جزا په اړه داسې هیڅ پرېکنده ارزښتمند شواهد نشته، چې د دغې درندې او سختې سزا پلي کول اړین کړي.
د یوناما د څرګندونو له مخې اعدام د خلکو له امنیت سره هم مرسته نکوي.
یوناما د افغانستان دولت هڅوي، چې قانوني اصلاحاتو ته سرعت ورکړي او پربنسټ یې د اعدام سزا په عمري بند بدله کړي.