تازه خبرونه
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه په یوه راپور کې لیکلي؛ د دې قانون پر بنسټ د اسلامي امارت محتسبان پراخ واکونه لري.”
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، دا کمیټې د امربالمعروف وزارت د زرګونو محتسبانو هڅې بشپړوي، چې ډېری یې نرینه دي.
د یوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې په ټول افغانستان کې نرینه، ښځې، اقلیتونه او ځوانان د امربامعروف قانون د پلي کولو له کبله پر بېلابېلو درجو اغېزمن شوي دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې له محرم پرته پر سفر د بندیز له کبله روغتیایی خدماتو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود شوی دی.
یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوناما ته ویل؛ دوی ته اجازه نه ورکول کیږي، چې خپلو کاري ځایونو ته ننوځي؛ ځکه، چې محرم نلري.
د یوناما دا راپور د ۲۰۲۴ کال د اګست له یوویشتمې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر یودېرشمې پورې د امربالمعروف او نهی عن امنکر د قانون د پلي کېدا پر څرنګوالي او پایلو بیاکتنه ده.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا وزارت په ټولو ولایتونو کې زرګونه ښځې له جبري ودونو ژغورلي او ورسره یې مرسته کړې ده.
دې وزارت زیاته کړې، چې د ناغوښتل شویو دودونو او ودونو د له منځه وړلو لپاره یې د سرغړونو مخه هم نیولې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر غرضي کړیو په دې اړه د اسلامي امارت ټولې لاسته راوړنې له پامه غورځولي او غواړي د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي.
