تازه خبرونه

یوناما په افغانستان کې د مسایلو ارزونه له منفي اړخه کوي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۲)

په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د کار د دوام په اړه پرېکړه وکړي؛ خو د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې یوناما تر اوسه د خپل ماموریت په ترسره کولو کې بریالۍ نده او هیله ده، چې له دې وروسته به پر بنسټیزو ستونزو راوڅرخیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي: د افغانستان مسلې ته تل له منفي نظره مه ګورئ؛ هغو مسایلو ته، چې مونږ په کې پرمختګ کړی، لاسته راوړنې لرو، امنیت او ثبات لرو او د افغانستان خلکو په کې د پخوا پر پرتله ښه حالت لري باید په نظر کې ونیول شي او د افغانستان همکار واوسي. نه دا، چې تل نیوکې وکړي او له خپلې استازولۍ څخه تل د پروپاګند لپاره کار وانخلي.

مجاهد ټینګار کړی: نو مونږ له دوی (یوناما) څخه غواړو، چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي او له افغانستان سره په اغېزمنه توګه همکاري وکړي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د شورا ډېرو غړیو په افغانستان کې د یوناما د کار له دوام څخه ملاتړ وکړ؛ ځکه د دوی په باور د یوناما شتون د بشري مرستو رسولو، د بشري حقونو د تامین او د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو کې مهم دی.

هر کال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموريت موده د دې ټولنې د شورا د غړیو له خوا غځیږي.

د يادونې ده، چې د دې بنسټ ماموریت په راتلونکیو څلور ورځو کې پای ته رسېږي.

Trending

Exit mobile version