تازه خبرونه
یوناما په افغانستان کې پراختیایي او بشري مرستې روانې ساتي
د هېواد د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د یوناما مرستیال دا هم وویل، چې د دې بنسټ موخه د راستنېدونکو لپاره اسانتیاوې برابرول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو تصدیو ملاتړ کول، په کلیو کې کاري فرصتونه رامنځته کول، کوچني پورونه او همدارنګه افغان بزګرانو ته د کوکنارو د کښت لپاره بدیل معیشت وړاندې کول روان ساتي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال اندریکا راتواټه د ریاست اوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، چې دا بنسټ به له اسلامي امارت سره د همغږۍ له مخې په دې هېواد کې خپلې پراختیایي او بشري مرستې روانې ساتي.
د هېواد د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د یوناما مرستیال دا هم وویل، چې د دې بنسټ موخه د راستنېدونکو لپاره اسانتیاوې برابرول، د خصوصي سکټور ملاتړ، د کوچنیو او منځنیو تصدیو ملاتړ کول، په کلیو کې کاري فرصتونه رامنځته کول، کوچني پورونه او همدارنګه افغان بزګرانو ته د کوکنارو د کښت لپاره بدیل معیشت وړاندې کول روان ساتي.
انډریکا راتواټه زیاته کړې، چې یوناما به نړیوالو سوداګریزو بازارونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، صنعتي محصولاتو او لاسي صنایعو د لاسرسي د اسانتیا لپاره اړینې هڅې وکړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر هم له طبیعي پېښو څخه اغېزمنو کسانو ته د یوناما له بشري مرستو مننه کړې او له دې بنسټ څخه یې وغوښتل، چې د بشري مرستو په وېش کې شفافیت په پام کې ونیسي او په مرستو کې پراختیایي سکټور ته لومړیتوب ورکړي، چې له یوې خوا د افغانانو لپاره کاري فرصتونه برابر او له بلې خوا د ژوندانه په اړینو برخو کې د هغوی لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.