تازه خبرونه

یوناما په افغانستان کې د ولسي تلفاتو پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې په تېر میلادي کال کې له درې زره ډېر ولسي وګړي وژل شوي او اووه زره نور ټپیان دي.

د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر(UNAMA)  کلنی راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۵ سلنه لوړه شوې ده.

یوناما د ۲۰۱۸ کال د ملکي تلفاتو په راپور کې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د کب ۵) خپور شو ویلي، چې تېر کال د وسلوالو شخړو په پایله کې: ۱۰۹۹۳ ملکي افغانانو ته مرګ و ‌ژوبله اوښتې، چې ۳۸۰۴ ملکي وګړي په جګړو او د ناامنیو په نورو پېښو کې وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپيان دي.

یوناما د ملکي افغانانو د ۶۳ سلنې مرګ و ‌ژوبلې مسوولیت د افغان دولت د وسلوالو مخالفانو پر غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې ۳۷ په سلو کې  یې طالبانو، ۲۰ په سلو کې یې داعش، شپږ په سلو کې یې نامعلومو دولت ضد عناصرو، څوارلس په سلو کې افغان ځواکونو، شپږ په سلو کې نړیوالو سرتېرو او څلور په سلو کې دولت پلوو وسلوالو ډلو ته منسوب شوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رییس ریچارد بنیت وايي، چې د ځانمرګو بریدونو او هوايي بریدونو د زیاتوالي له کبله د ملکي تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې هوايي بریدونه او ځانمرګي بریدونه ډېر شوي او مونږ یې اندېښمن کړي یو.

د تېر کال په ملکي تلفاتو کې نهه سوه اووه ویشت ماشومان، درې سوه پنځوس میرمنې، وژل شوي او دوه زره یو سلو پېنځه دېرش ماشومان او اته سوه دوه میرمنې ټپیان دي.

یوناما د جګړې ښکېلو غاړیو ته سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره نړیوالو منل شویو اصولو او نافذه قوانینو ته درناوی وکړي او خپل پوځي عملیات داسې پلان کړي، چې په کې ملکي وګړیو ته زیان ونرسیږي.

طالبانو همهاله د ملګرو ملتونو د دغه راپور په اړه په خپل غبرګون کې څرګنده کړې، چې دغه راپور غرضي دی او طالبانو ته په کې د ۳۷ سلنه ملکي زیانونو نسبت شوی دی.  

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version