تازه خبرونه
یوناما او د امریکا سفیر د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کړی
یوناما د ټاکنو خپلواکو بنسټونو هڅې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اړه ستایلي دي.
په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي دي: د افغانستان خلک له ګواښونو سره سره د سپتمبر پر۲۸ کال ۲۰۱۹ / د تلې ۶کال ۱۳۹۸ د یوې روښانه راتلونکې لپاره خپلې رایې وکارولې او دا رای ورکوونکي د دغې مدني دندې د تر سره کولو لپاره د ستایلو وړ دي. اوس ټولې ښکېلې خواوې باید د خپلو ژمنو د خوندي کولو لپاره ټاکنې تر وروستي پړاوه ورسوي.
نوموړي زیاته کړې: هره پرېکړه، چې د وروستي پړاو لپاره دغه مدیریتي او ټاکنیز بنسټونه تر سره کوي؛ باید قانوني او فني ارزښتونو ته پاملرنه وکړي او د افغانستان خلکو ته دا بهیر روڼ تر سره کړي.
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ټول افغانان باید پوه شي، چې دا لومړنۍ پایلې دي؛ دوی دې ډاډمن وي، چې د وروستیو پایلو تر اعلان پورې نور څو پړاوونه هم پاتې دي.
په کابل کې د فرانسې سفارت هم څرګنده کړې؛ مونږ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو ډاګیزه کول ستایو او په دې هیله یو، چې د ټاکنو بهیر بشپړ شي. د افغانستان خلک د ټاکنو تر پایه د ټولنیزو، باور وړ اومنل شوي ټاکنیز بهیر د تر سره کولو حق لري.