تازه خبرونه
یوناما د ملګي وګړيو د ځاني زیانونو په اړه د ۲۰۱۹ کال راپور خپور کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما ویلي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان ۱۰۰۰۰ ملکي وګړیو ته ځاني زیانونه رسیدلي دي.
د یوناما په راپور کې، چې د کب میاشتې پر ۳ خپور شوی راغلي، چې د ۲۰۱۹ کال په بهیر کې ۳۴۰۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۹۸۹ نور ټپیان دي، چې ټول له ۱۰۰۰۰ ډېریږي.
د دغو څرګندونو له مخې؛ د جګړې ښکېلې خواوې مسوولې ګڼل شوي، چې د ډېر شمېر وژنو مسوول وسلوال مخالفان دي.
د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو وایي، چې ټول ملکي وګړي له دې تاوتریخوالي څخه په امن کې ندي.
نوموړي زیاته کړې، سوله یوه اوږدمهاله اړتیا ده؛ ځکه، نو د خلکو ژوند ته د پاملرنې هڅې روانې وساتل شوې او اړتیا ده، چې ښکېلې خواووې د جګړې د پای رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امریکایانو د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي پر کمښت هوکړه کړې او نن ټه ټول هېواد کې پیل شوی او نورې شپږ ورځې به هم روان وي.
د دغې طرحې له مخې به طالبان پر لویو ښارونو، د افغان او بهرنیو ځواکونو پر مرکزونو بریدونه نکوي او دغه راز پرېکنده ملاتړ ماموریت او افغان ځواکونه به پر طالب مرکزونو بریدونه نکوي.
ویل کیږي، چې که د اورکم دا اوونیزه هوکړه په بریالیتوب تر سره شوه؛ امریکا او طالبان به د روانې میلادي میاشتې پر ۲۹ د سولې هوکړه لاسلیک کړي او بیا به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلیږي.
طالب ویاند په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ د سولې هوکړې لاسلیک ته د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې د ټولو ولایتونو مرکزونه، د قول اردوګانو، فرقو او بهرنیو ځواکونو اډې شاملې دي.
هغه دا هم لیکلي؛ پرته له دې ځایونو د مجاهدینو هر ډز اوبرید باید تخطي ونه ګڼل شي؛ ځکه دا عام اوربند ندی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ملکي وګړیو د ځاني زیانونو په غبرګون کې د یوناما خپور شوی راپور ردوي او څرګندوي، چې د دې ادارې په راپور کې د ۴۷ سلنې ځاني زیان اړولو نسبت طالبانو ته شوې. په داسې حال کې، چې د دوی په وینا؛ امریکایي ځواکونو له تېرو ۱۹ کلونو راپدیخوا ملکي وګړي له ځاني زیانو سره مخ کړي دي.