تازه خبرونه

یونیسف د افغانستان لپاره تاریخي مرسته وغوښته

Published

on

د ملګرو ملتونو ټولنې د ماشومانو ملاتړ ادارې یونیسف په خپل تاریخ کې د یوه هېواد لپاره د بل هر وخت پرپر تله د دوه میلیارډ ډالرو تاریخي مرستې غوښتنه کړې ده.

یونیسف په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ له ۲۴ میلیون افغانانو سره یې، چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي، د بشري مرستو لپاره د دوه میلیارډ ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.

د یونیسف مسوولین اټکل کوي، چې مناسبو خواړو، پاکو اوبو او د نظافت کافي وسایلو ته د نه لاسرسي له کبله به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې له هرو دوه افغان ماشومانو یو پر خوارځواکۍ اخته وي.

د یونیسف د افغانستان استازې الیس اکونګا هیله منه ده، چې د مرستې دغه دوه میلیارډ ډالر به په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره د روغتیا، خوراک، نظافت او زدکړو په برخو کې د خدمتونو لړۍ له سملاسي ویجاړېدو وژغوري.

د ملګرو ملتونو چارواکو وېره څرګنده کړې، چې دا مهال میلیونونه افغان ماشومان د لوږې او ان مړینې له خطر سره مخ دي.

د اټکل له مخې له هرو لس افغانانو څخه ۸ یې باکتریالوژیکي ککړې اوبه څښي او که د ښوونکیو معاشونه ورنکړ شي او د بېوزلۍ کچې دوام ومومي، ۱۰ میلیون ماشومان به له ښوونځيو څخه د وتلو له خطر سره مخ شي.

یونیسف په پام کې لري، چې دا بودیجه د یو میلیون ماشومانو پر درملنه ولګوي او په دې اړه به د خدماتو برخه پراخه او د بېسارې خوارځواکۍ مخه پرې ونیسي. دغه راز  لس نیم میلیون ماشومان د شری پر وړاندې واکسین کیږي، یوولس نیم میلیون خلکو ته پاکې اوبه برابریږي او دا ډاډ به ترلاسه شي، چې اغووه نیم میلیون ماشومان زدکړې ته لاسرسی ومومي.

دغه ټولنه به د ډېرو زیان منونکیو کورنیو او ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بشري نغدو پیسو لیږد هم پراخ کړي.

اکونګا زیاته کړې: یونیسف په کلکه له بسپنه ورکوونکیو څخه غوښتنه کوي، چې د بشري مرستو د غوښتنې له لارې د افغانستان د ماشومانو ملاتړ وکړي.

دا په دایسې حال کې ده، چې دې ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له مونږ سره اوږه پر اوږه ودریږي، چې د افغانستان ماشومان د هغه ژوند او راتلونکي خاوندان شي، چې د دوی حق دی.

Trending

Exit mobile version