روغتيا
یونیسف د بیزوتڼاکې واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړه
یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هغو هېوادونو لپاره، چې بیزوتڼاکې له ناورین سره مخ دي د واکسین رسولو لپاره بېړنۍ داوطلبي خپره کړې ده.
یونیسف دا داوطلبي د غواګانو د واکسینولو ائتلاف، د افریقایي ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز او د روغتیا نړیوالې ټولنې پر همکارۍ خپره کړې ده.
دغو بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دې داوطلبۍ پر بنسټ به تر ۲۰۲۵ ز. کال پورې د ۱۲ میلیون دوز واکسینونو د تولید او رسولو په برخه کې هوکړې وشي.
د دغې داوطلبۍ پربنسټ یونیسف به له واکسین جوړوونکیو سره د مشروط اکمالاتو هوکړه لیکونه رامنځته کړي.
دا هوکړه لیکونه یونیسیف ته اجازه ورکوي، چې د تمویل، غوښتنې، چمتووالي او تنظیمي اړتیاوو له تصویبېدو سره سم واکسین واخلي او واستوي.
د اړوند ادارو ترمنځ همکاري به په لوړ عاید لرونکیو هېوادونو کې له شته زیرمو څخه د واکسینونو د بسپنې د اسانولو بهیر چټک کړي.
دغه راز د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي منشي ویلي، چې په افریقا کې د بیزږتڼاکې ناروغي ښايي په راتلونکیو شپږ میاشتو کې ودریږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې د دوه واکسینونو لپاره د بېړني جواز پر غوښتنلیکونو هم بیاکتنه کوي، چې د باواریان نورډیک او د جاپان کيام بیولوژیکي شرکتونو لخوا جوړ شوي.
د اګسټ په پیل کې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت څخه ګاونډ هېوادونو ته د بیزوټناکې د چټکې خپرېدا وروسته د روغتیا نړیوالې ټولنې د اګست په پیل کې عامې روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړ.
تر دې دمه په کانګو کې د بیزوتڼاکې له ۱۸ زره څخه زیاتې شکمنې پېښې ثبت شوې دي. دغه راز د دغه ویروس له کبله ۶۲۹ کسان مړه شوي دي.