تازه خبرونه

یونیسف هر ښوونکي ته د میاشتې سل ډالره ورکوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱, ۱۴۰۰)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د زرګونه ښوونکیو د مالي ملاتړ لپاره ۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

یونیسف د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د میلیونونه ماشومانو د ښونې او روزنې لپاره له ۱۹۴۰۰۰ ښوونکیو سره مالي مرسته کوي.

یونیسف زیاتوي، چې په پام کې ده په راتلونکیو دوه میاشتو کې د ټول افغانستان هر ښوونکي ته سل ډالره معاش ورکوي.

دغه راز ویل شوي: دا پیسې د اروپايي ټولنې لخوا تمویلیږي. د لومړنیو او ثانوي ښوونځیو ټول ښوونکي، تخنیکي او مسلکي موسسې او د ښوونکیو د روزنې مرکزونه ( دارالمعلمینونو) په دې پروګرام کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) زیاته کړې، چې یونیسف به د افغانستان د پوهنې د نظام د ښه والي او پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه صندوق زیاته کړې، چې دوی په هېواد کې د محلي زدکړو، د موادو د وېش، د ښوونکیو په ځانګړي توګه د ښځینه ښوونکیو د زدکړې او روزنې په برخه کې ژمن دي.

یونیسف ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې ښوونکیو ته د نغدو پیسو د وېش لپاره په ښوونځیو کې د ښوونکیو د پېژندنې او شتون په ګډون د څارنې یوه سخت بهیر پر لاره اچولې دی.

ویل کیږي؛ شاوخوا ۸.۸ میلیون ماشومان د افغانستان په دولتي ښوونځیو کې شامل دي. اوس مهال بحثونه روان دي، چې د ژمي له رخصتۍ وروسته د ټولو ماشومانو، هلکانو او نجونو دواړو لپاره د ښوونځیو بیا پرانستل پلان او ملاتړ ترې وکړي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت چارواکو پرون ویلي وه، چې ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق به په کابل او نورو ولایتونو کې هر ښوونکی ته د کال تر پایه  د میاشتنی ۱۰۰ ډالره معاش ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښوونیز کال پیل ته یوازې یوه میاشت پاتې ده او له تېرو ۶ میاشتو په کابل او ولایتونو کې د نجونو اکثره لیسې تړل شوي؛ خو اسلامي امارت څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۱ ښوونیز کال کې به ټول ښوونځي د نجونو لپاره پرانستل شي.

Trending

Exit mobile version