تازه خبرونه
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو پر تلفاتو اندېښنه څرګنده کړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي؛ په افغانستان کې له تېرو اووه میاشتو راپدیخوا ۳۰۱ ماشومانو ته د ناچاوده توکو د چاودنو له کبله مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د یونیسف په خبره شونې ده، چې د ماشومانو د تلفاتو شمېر له دې لوړ وي.
یونیسیف په یوه خبرپاڼه کې پر دغو چاودنو خواشینې څرګنده کړې او په ډاګه کوي: په افغانستان کې ماشومان د چاودېدونکیو توکو د نه چاودنې پر لامل له خطر او ګواښ سره هغه مهال مخ کیږي، چې خپلو کورنیو ته د عوایدو د پیداکولو لپاره اوسپنیز توکې راټولوي؛ ځکه، چې دوی هغه امنیتي چاپېریال ته، چې پخوا به ورتګ منع وه ورځي.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په هرات کې د تېرې اوونۍ له چاودنې وروسته له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې د خلکو په ځانګړي توګه د قومي او مذهبي لږکیو امنیت خوندي او خپل مسوولیت ادا کړي.
خلک وایي، چې بې کاري او بېوزلي د دې لامل شوې، چې بېلابېلې کورنۍ خپل ماشومان د کباړ او د اوسپنې ټولو لپاره واستوي؛ خو ناخبره له دې، چې ماشومان یې د چاودنو ښکار کیږي.
اسلامي امارت بیا د ماشومانو د مرګ و ژوبلې په اړه دغه خپور شوی شمېر ردوي وايي، چې په ټول هېواد کې امنیت خوندي شوی دی.
ویل کیږي؛ د څو لسیزو جګړو له کبله په افغانستان کې د ماینونو چاودنو خلک اندېښمن کړي او دا کار د دې لامل شوی، چې تر ډېري ماشومان د دغو ناچاودو توکو ښکار شي.