تازه خبرونه
یونیسف په افغانستان کې د ښوونځيو له بیا پرانستې هرکلی وکړ
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف مسوولینو په افغانستان کې د هلکانو د متوسطه ښوونځیو له بیا پرانستې هرکلی کړی او ټینګار کوي، چې د نجونو هغه دې هم پیل او له زدکړو دې نه بې برخې کیږي.
د یونیسیف اجرائيه مدیر هنریتا فور تېره ورځ په ډاګه کړې، چې مونږ نجونو ته د ښوونځیو له نه خلاصېدو اندېښنه لرو او په دې فکر کې یو، چې ښوونځي ته به د تګ اجازه ورنکړ شي.
د یونیسف ادارې اجرائیه مدیرې ویلي، چې یونیسف له لومړي ټولګي څخه تر شپږمه د نجونو او د هلکانو تر دولسمه هرکلی کړی؛ خو وایي دا ډېره مهمه ده، چې نجونې هم پرته له کوم ځنډه خپلې د لوړو ټولګیو زدکړې روانې وساتي.
هغې زیاته کړې، چې سږکال ۴.۲ میلیون ماشومانو په ښوونځیو کې نوملیکنه ونشوه کړای، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
د یونیسیف د راپور له مخې؛ په افغانستان کې اوسمهال شاوخوا ۹.۵ میلیون زدکوونکي په ښوونځيو کې زدکړې کوي.
تېره ورځ د ښوونې او روزنې (پوهنې) وزارت په یوه اعلاميه کې ویلي وه، چې د هلکانو متوسطې به له شنبې ورځي خلاصې شي؛ خو د نجونو هغه به هم له څو ورځو وروسته پیل شي.
د حکومت د فرهنګي کمیسیون غړي قاري سعید خوستي ویلي، چې دا مهال نجونې کولی شي له لومړي تر شپږم ټولګي زدکړې وکړي او ژر به د هغو نجونو په اړه هم پرېکړه وشي، چې په پورتنیو ټولګیو کې زدکړې کوي.
زدکوونکې ادیبه صدیقي وایي: که نجونو ته د زدکړو زمینه برابره نشي؛ دا به دا معنا ولري، چې د ټولنې نیمایي برخه به درېدلې او له پرمختګه به پاتې وي.
په افغانستان کې هلکان او نجونې په بېلو ښوونځیو کې زدکړې کوي؛ روزنیزې او ښوونیزې اداري چارې ټولې د نرینه وو او ښځینه وو کارمندانو لخوا تر سره کیږي؛ خو لوړې زدکړې بیا ګدې دي، چې پر بېلولو یې کارروان دی.