نړۍ
یون سوک یول په جنوبي کوریا کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
(Last Updated On: کب ۱۹, ۱۴۰۰)
درویټرز د راپور له مخې، یون سوک یول د جنوبي کوریا ولسمشر ټاکل شوی دی.
د جنوبي کوریا ولسمشریزې ټاکنې د تېرې چارشنبې پر ورځ د اوسني ولسمشر مون جی ان د ځای ناستی د ټاکلو لپاره تر سره شوې، چې د اساسي قانون له مخې له نوماندۍ منع شوی دی.
د جنوبي کوریا یونهاپ خبري آژانس هم د یون سوک یول له بریالي کېدو خبر ورکړ.
د واکمن ګوند نوماند لي جي ميونګ په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله او د ګوند په مرکزي دفتر کې يې د يون د بريا مبارکي وويله.
میونګ ویلي: ما خپله ټوله هڅه وکړه؛ خو زه نشم کولی ستاسو هیلې پوره کړم. ټول مسوولیت زما پر غاړه دی. زه د یون سوک یول ته مبارکي وایم.
یون سوک یول د خلکو له باوره مننه وکړه.