سیمه ییز خبرونه

یوه افغان سرتیري درې امریکایي قرارداديان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امريکايي او افغان پوځي چارواکي وايي، د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزارت درې قرارداديان د کابل په هوايي ډگر کې په ډزو وژل شوي دي.

ويل کېږي چې يوه افغان سرتېري تیره ورځ ناوخته دغه بريد کړى چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

د کابل په هوايي ډگر کې د دغو ډزو ډېر جزييات نه دي خپاره شوي، خو ويل کېږي چې وژل شوي قرارداديان د امريکا د دفاع وزارت له لوري استخدام شوي و چې د افغانستان هوايي ځواکونو ته روزنه ورکړي.

پر ٢٠١١ کال هم يوه افغان پوځي پيلوټ د هوايي ځواکونو په انگړ کې تر ېوې لفظي شخړې وروسته يو امريکايي قراردادي او ٧ امريکايي سلاکاران ووژل.

Trending

Exit mobile version