نړۍ

یوه بریدګر د توکیو په مټرو کې ۱۷ کسان پر چړې وهلي دي

Published

on

 رویټرز په ډاګه کړې، چې یوه ۲۴ کلن کس د یکشنبې پر ورځ د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ۱۷ کسان پر چړې تپیان کړي دي.

د جاپاني پولیسو ويلي، چې د درې کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړه دی؛ خو برید کوونکی نیول شوی دی.

پولیسو ویلي؛ تر اوسه د برید انګېزه نده معلومه.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، دغه برید د کیو مټرو په کوکوریو تمځي کې رامنځته شوی دی.

ویډیوي انځورونه ښیي، چې د اور وژونې کارکوونکی، پولیس او د بېړنیو روغتیایي حالاتو ژغورونکي د مټرو مسافر ژغوري.

د یادولو ده، چې دا له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا په توکیو کې د چړې دوه یم برید دی؛ په اګسټ میاشت کې د المپیک لوبو له پای ته رسېدو یوه ورځ مخکې یوه ۳۶ کلن کس ۱۰ کسان پر چړې ووهل.

ــــــــ

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!

د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ:

www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.

که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:

info@bayatfoundation.org

Trending

Exit mobile version