تازه خبرونه

یوه روسي جټ الوتکه د بدخشان په اړوند سیمه کې راغورځېدلې

Published

on

د بدخشان پولیسو څرګنده کړې، چې تېره شپه (شنبه د مرغومي ۳۰ ) د دغه ولایت د زیباک ولسوالۍ په غرنۍ سیمه کې یوه الوتکه راغورځېدلې ده.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لومړنيو معلوماتو له مخې تېر ماښام شا او خوا (۷) بجې یوه FALCON -10 ډوله روسی شخصي جټ الوتکه، چې د سپرليو او عملې شمېر یې شپږ کسان و؛ له هندوستان څخه د تاشکند پر روانه وه د تخنیکي ستونزو له کبله له خپل مسيره وتلې او احتمالأ د بدخشان ولایت د زیباک او کران و منجان ولسوالیو په اړوند سیمه کې ورکه او غورځېدلې ده.
له دې مخکې د بدخشان امنیه قومندانۍ د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه، چې دغه الوتکه د زیباک ولسوالۍ د توپخانې د سیمې په لوړو غرونو کې راغورځېدلې ده.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي؛ په دې اړه د تخنيکي ډلې څېړنې روانې دي، چې بشپړ جزئيات به یې وروسته شريک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ تېره شپه د روسیې د هوايي چلند چارواکو اعلان کړی، چې له هند څخه مسکو ته پر لاره یوه چارتر الوتکه له شپږو مسافرو سره د افغانستان په خاوره کې ورکه شوې ده.

Trending

Exit mobile version