تازه خبرونه
یوه لوړپوړي هندي ډیپلوماټ په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه
د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو مسوول جي پي سینګهـ په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې ده.
دا لیدنه له هغې وروسته ترسره کیږي، چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت فعالیت د تېر کال په اکتوبر میاشت کې لنډمهاله ودرول شو.
د هند ممبي ښار ته د افغانستان جنرال قونسله ذکیه وردګ په ایکس پاڼه کې لیکي؛ د شنبې پر ورځ جي پي سینګهـ او د سفارت چارواکو د پیسو په اړه خبرې وکړې او دا غونډه یې ګټوره وبلله.
هغې دا هم څرګنده کړې: جي پي سنګهـ له افغانستان سره د هند پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ او د سفارت له فعالیتونو یې خوښي څرګنده کړه.
په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د جي پي سینګهـ سفر له هغې څو ورځې وروسته تر سره شو، چې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یې وکتل.
دغه لوړپوړي هندي ډيپلومات شاوخوا درې اوونۍ مخکې کابل ته هم سفر کړى و او د بهرنيو چارو وزارت له چارشمبالي اميرخان متقي سره يې لیدلي وه.