تازه خبرونه

یوه نوې محکمه دې په سمه توگه د تحريک امير وټاکي- فدايي محاذ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ویل کیږي، چې د ملا منصور دادالله په مشرۍفدايي محاذ ډلې د يوې محکمې جوړولو غوښتنه کړې، چېپه سمه توگه د تحريک طالبانوله پاره نوى امير وټاکي؛ ځکه،چې د دوى په وينا، ملا اخترمحمد منصور د طالبانو د مشرۍ وړ نه دى.

دغه خبرهپه هغهخبرپاڼه کې راپورته شوې،چې د فدايي محاذ ډلې له خوا رسنیو ته استول شوي ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي،چې د طالبانو د تحريک د نوي مشر ملا اختر منصور ټاکنه اختلافي ده؛نو ځکه فدايي محاذ د اختلاف د له منځه وړلو له پاره خپل واک ديني عالمانو ته ورکړى، چېپه دې اړه پرېکړه وکړي.

فدايي محاذ په دې خبرپاڼه کې ديني عالمانو ته يو لړ وړانديزونه او شرطونه همايښي.

دغه محاذ په دې وروستیو کې د ملا منصور داد الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو له نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره د خپل مخالفت اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version