تازه خبرونه
یوه چینايي سوداګر په افغانستان کې د لمریزې انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
چینایي سوداګر شی یه وایي: مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د څلوېښت میلیون ډالرو پر پانګونه د لمریزې برښنا د کارځي پر جوړولو ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ یوه چینايي سوداګر د دغه وزارت مرستیال ته ویلي؛ دوی غواړي په افغانستان کې د ۴۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د لمریزې برښنا یو کارځی جوړکړي، چې ورسره به ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
چینایي سوداګر شی یه وایي: مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د څلوېښت میلیون ډالرو پر پانګونه د لمریزې برښنا د کارځي پر جوړولو ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړو.
شي یه نومي چینايي سوداګر د اسلامي امارت له چارواکو هم وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وایي؛ د دې وزارت مرستیال په دې ناسته کې ویلي، چې د اقلیم بدلون ته پر پاملرنه؛ د پاکې انرژۍ پر تولید پانګونې ته بېړنۍ اړتیا ده او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت د ودې او پراختیا په برخه کې د پانګونې د جلبولو په اړه پوره همکارۍ ته ژمن دی.
کارپوهان هم په دې باور دي؛ هر څومره، چې د برښنا سرچینې ډېرې شي، هومره به د هېوادوالو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
افغانستان دا مهال د خپلې برښنا ډېره برخه له ګاونډ هېوادونو واردوي، چې په کلني ډول له ۳۰۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت لري.
د کارپوهانو پر اند، د پراخو منابعو له شتوالي سره – سره پخواني حکومتونه پدې توانېدلي ندي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او د اړتیا وړ برښنا له کورنیو سرچینو برابره کړي.
۴دا وشو
