نړۍ

یوه ډنمارکي غشي ویشتونکي په ناروې کې مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۴۰۰)

د ناروې پولیسو په ډاګه کړې، چې په کونګسبر ښار کې د یوه ۳۷ کلن ډنمارکي غشي ویشتونکي په برید کې پېنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پولیسو شکمن کس نیولی او ډرمان ښار ته یې لیږدول شوی دی.

رویټرز په ډاګه کړې؛ پېښه تېره شپه د ناروې پلازمېنې اوسلو لویدیځ لوري ته ۸۰ کیلومټره لرې په کونګسبر ښار کې رامنځته شوې ده.

پولیسو د پېښې د احتمالي انګیزې په اړه څه ندي ویلي.

رویټرز راپور ورکړی، چې څېړونکي پدې غور کوي، چې آیا دا بریدونه د ترهګرۍ عمل و که نه.

دغه راز څرګنده شوې، چې پولیسو له شکمن کس څخه پلټنې پیل کړې دي.

د پولیسو ادارې ویلي، چې په ټول هېواد کې افسرانو ته امر شوی، چې وسلې وګرزوي.

د ناروې پولیس په عادي حالت کې بې وسلې وي؛ خو د اړتیا پر مهال وسلو ته لاسرسی مومي.

ویل کیږي، چې  په دې ښار کې ۲۸۰۰۰ خلک اوسیږي.

Trending

Exit mobile version