تازه خبرونه

یوویشت پولیس د فرخندې په ژغورنه کې د پاتې راتلو له امله په یو کال زندان محکوم شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د پولیسو د دوهمې امنیتي حوزې یولس افسران چې د فرخندې د وژنې په قضیه کې پرې په دندو کې د غفلت تور و، هر یو په یولس کاله بند محکوم شول.

د کابل د دریمې حوزې لومړنۍ محکمې د دغې حوزې اته نور پولیس بې ګناه وپیژندل؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي او مدني فعالان د محکمې حکم بیړنی او ناعادلانه بولي.

دغه نولس پولیس د فرخندې د وژنې په قضیه کې د دندې پر مهال په غفلت تورن دي چې ولې یې دغه جینۍ له قهریدلو کسانو نه ونه ژغورله.

ځینو افسرانو له محکمې د عدالت د تامین غوښتنه وکړه.

د پولیسو د دوهمې امنیتي حوزې پخوانی آمر:

ښاعلی رییس صاحب! یوازې عدالت او انصاف غواړو او د محمدي شریعت سره سم خپل حق غواړو.

 

د کابل د دریمې حوزې لومړنۍ محکمې د کابل د دوهمې امنیتي حوزې د پخواني آمر حسیب الله، پخوانی جنایی آمر غلام نبي په ګډون نهه نور افسران هر یو صالح محمد، سید تیمور شاه، شاه محمد، ناز محمد، عبدالسمیع، محمد مقیم، عبدالصبور، جواد او ذبیح الله په همدې تور په یو یو کال بند محکوم کړل.

محکمې دغه راز اته تنه نور پولیس چې د دوهمې امنیتي حوزې اداري آمر هم په کې شته، بې ګناه وبلل؛ خو ټینګار یې وکړ چې د دغو نولسو پولیسو په اړه د محکمې حکم وروستی نه دی.

بلخوا د مدني ټولنې ځینې فعالان او د ولسي جرګې ځینې غړي که څه هم د محکمې حکم ناعادلانه بولي؛ خو ټینګار کوي چې د کابل امنیه قوماندان او د جنایی څیړنو رییس د لومړۍ درجه مسولینو په توګه باید وپوښتل شي.

مدني فعاله حمیرا قادري:

د کابل امنیه قوماندان او د جنایي څېړنو رییس باید په دې ناسته کې موجود وای او د نورو تورنو تر څنګ یې باید ځواب ویلی وای.      

د ولسي جرګې غړې فرخنده زهرا نادري:

په محکمه کې دننه مو تبعیض لیدلی. د کابل امنیه قوماندان او د جنایي څېړنو رییس خپل سیاسي رقابتونه وکړل. 

د فرخندې د وژنې په قضیه کې د تورنو کسانو په وړاندې د لومړنۍ محکمې حکم له یو لړ نیوکو سره مخامخ و، اوس دغه دوسیه استیناف محکمې ته ځي او وبه کتل شي چې دغه محکمه پرې څه ډول پریکړه کوي.

خبریال: حمید صدیقي

Trending

Exit mobile version