ساینس او ټیکنالوژي
یوټیوب د روسیې د دولتي رسنیو اړوند چینلونه بندوي
د رویټرز د راپور له مخې؛ یوټیوب پر اوکراین د روسیې له برید غزولو وروسته په ټوله نړۍ کې د روسیې له دولتي رسنیو سره تړلي چینلونه بندوي.
له دې سره همهاله فیسبوک او انسټاګرام د روسیې او پوتین پر ضد د تاوتریخجنو توکو د خپرولو اجازه ورکړې ده.
په دې راپور کې راغلي: د نړۍ د ترټولو پراخه ویډیوي نشرات له الفابټ شرکت سره تړاو لري او دمګړۍ په اوکراین کې روسیې د تاوتریخوالي انځوریزه پالیسي خپله کړې؛ ځکه، سرغړوونکې برخې به ترې لرې شي.
د یوټیوب پالیسي له مخې: هغه چینلونه، چې د مستند شوي تاوتریخوالي پېښې ردوي، بې ارزښته کوي او یا یې بې اهمیته ښیي؛ بندوي.
یوټیوب تر اوسه د دغو اغېزمن شویو چینلونو نوملړ ندی اعلان کړی.
له دې مخکې په ټوله اروپا کې د (Russia Today) او سپوتنیک خبري چینلونه بند شوي وه.
د روسیې دولتي رسنیو دغه بندیزونه ناعادلانه سانسور نومولی دي.
