تازه خبرونه
یوې افغان کورنۍ د استانبول د ښه ژوند په هیله په هوای ډګر کې درې اوونۍ تېرې کړي
د ترکیې حریت ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د یوې کورنۍ شپاړس غړي له افغانستان څخه د تېښتې پر تور د درې اوونیو راپدیخوا د استانبول په هوای ډګر کې بنده پاتې ده.
د لویانو، ځوانانو، نویو زېږېدلیو ماشومانو، ښځو، سپینږیرو او سپین سرو په ګډون یوه ۱۶ کسیزه کورنۍ د جون پر ۲۲ ترکیې ته رسیدلې؛ خو د ویزې د ستونزو له کبله په هوایي ډګر کې بنده پاتې شوې.
د دې کورنۍ غړیو د ترکیې بي بي سي څانګې ته ویلي، چې دوی ترکیې ته له ویزې پرته راغلي او د چارواکو لخوا دوی ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي؛ خو دوی اوس د سیاسي شخړو او د طالبانو د ګواښونو له کبله بېرته افغانستان ته له ستنېدو ډډه کوي.
دا کورنۍ په هرات ښار کې اوسېده، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې یوازې ځان احمد نومولی دی.
احمد ویلي، چې هغه په افغانستان کې د امریکا له یوې نړیوالې مرستندویه ټولنې بلومونټ سره کار کاوه.
هغه ویلي: کله، چې تېره میاشت د دوی یو خپلوان د طالبانو لخوا ووژل شو؛ نو کورنۍ یې له هراته د تېښتې پرېکړه وکړه، چې لومړی کابل او بیا استانبول ته راورسېدل، خو اوس د ویزې د نشتوالي له کبله ترکیې ته له داخلېدو منع شوي دي.
دې کورنۍ حریت ورځپاڼې ته ویلي، چې دوی له نړیوالو ژغورونکیو غوښتي؛ دوی غوره ګڼي، چې په استانبول کې د “نوي ژوند” دپیلولو لپاره د هوایي ډګر په ترمینل کې ژوند وکړي.
احمد د بي بي سي ترکي څانګې ته ویلي: طالبان پوهیږي، چې مونږ تښتیدلي یو. که بېرته ولاړ شو؛ دوی به موږ ټول ووژني؛ ځکه، نو نشو کولی خپل هېواد ته ستانه شو. په دې اړه د حل بله لار نشته؛ خو ترکیه غواړي مونږ بېرته ولیږي؛ مونږ نه غواړو مړه شو.
د کډوالو چارو او د هوایي ډګر ادارو په دې اړه څه ندي ویلي.
حریت دا هم په ډاګه کړې؛ هره ورځ په زرګونه ځوانان د طالبانو له وېرې پر ناقانونه لارو له لارو ځانونه ترکیې ته رسوي.