تازه خبرونه

یوې زلزلې د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول

Published

on

د امریکا د ځمکپوهنې مرکز د راپور له مخې؛ د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ولایتونه ولړزول.

د دغه مرکز د څرګندونو له مخې؛ د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت به جرم ولسوالۍ کې و.

دغه زلزله نن پنجشنبه ( د مرغومي یوویشتمه ) د کابل پر وخت د  غرمې ۱:۴۰ رامنځته شوه او ویل کیږي، چې په پاکستان کې هم احساس شوې ده.

تر دې دمه د یادې زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ویل شوي نه‌دي.

Trending

Exit mobile version