نړۍ

یوې زورورې زلزلې جاپان ولړزاوه او خلک له ساحلي سیمو ووتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۱, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ یوې زورورې زلزلې د جاپان مرکزي او د لوېدیځ ساحل سیمې ولړزولې او اوسیدونکي یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړل.

له دغې زلزلې وروسته په زرګونو کورونو کې برښنا پرې شوه او ځپل شویو سیمو ته الوتنې او ریلي خدمات هم وځنډېدل.

رویټرز خبري اژانس د جاپان د NHK ټلویزیوني شبکې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ دې د رښتر پر کچه ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې د جاپان د بحیرې د سواحلو په څنډو کې شاوخوا یو متره څپې رامنځته هم کړې.

په جاپان کې له دې د لویې څپې د راتلو اټکل شوی دی.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې د دغه هېواد په ځینو سیمو کې له سونامي هم خبرداری ورکړی دی. روسیې هم خبرداری ورکړی، چې د دوی په دوه ختیځو ښارونو کې د سونامي شونتیا ډېره ده.

لومړي وزیر فومیو کیشیدا پر NHK خپره شوي تبصره کې ویلي، چې چارواکي اوس هم د زیان اندازه ارزوي او اوسیدونکي اړ دي، چې د نورو زلزلو لپاره چمتووالی ونیسي.

کیشیدا وایي، اوسیدونکي باید د نورو احتمالي زلزلو لپاره ډېر چمتووالی ولري او زه د هغو سیمو له خلکو څخه، چې د سونامي تر ګواښ لاندې دي؛ د وتلو غوښتنه کوم.

د NHK خپاره شوي انځورونه ښیي، چې د سوزو په ساحلي ښار کې یوه ودانۍ نړیدلې او دوړې ترې راپورته کیږي او د کانازاوا ښار اوسیدونکي د میزونو لاندې ناست دي؛ ځکه، چې زلزلې یې کور ولړزاوه. دغې زلزلې د پلازمېنې توکیو په څنګ کې پرتو سواحلو کې هم ودانۍ ولړزولې.

د برښنایي اسانتیاوو برابرونکی هوکوریکو برښنايي پاور ویلي، په ایشیکاوا او تویاما سیمو کې له ۳۶۰۰۰ څخه د زیاتو کورنیو برښنا پرې شوې ده.

ایشیکاوا ته د تیز رفتار ریلي خدمات ځنډول شوي. په داسې حال کې، چې د مخابراتو آپریټرانو Softbank او KDDI د دوی د اوبپاڼو د څرګندونو له مخې؛ په ایشیکاوا او نیګاتا کې د ټیلیفون او انټرنیټ خدمات خنډېدلي دي.

د جاپان هوايي شرکت ANA له زلزلې وروسته څلور الوتکې، چې تویاما او ایشیکاوا هوای ډګرونو ته پر لاره ولبېرته راوګرځولې.

د جاپان د اټومي مقرراتو ادارې ویلي، چې د جاپان د ساحلي سیمو د اټومي برښنا په کارخونو او د فوکوی ولایت د کانسای برښنا د اوهي او تاکاهاما په پلانټونو کې د پېنځه فعالو ریکټورونو په ګډون هیڅ ډول بې نظمۍ تائید شوې نه‌ده

د ۲۰۱۱ ز.کال د مارچ پر ۱۱ نېټه د جاپان په شمال ختیځ کې یوې لویې زلزلې او سونامي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه کړل، ښارونه یې ویجاړ او په فوکوشیما کې یې اټومي بټۍ ذوب کړه.

Trending

Exit mobile version