تازه خبرونه

یوې هالیندي محکمې په ۲۰۰۷ کال کې پر افغانانو د هوایي ځواک برید محکوم کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳, ۱۴۰۱)

د هالینډ یوې محکمې تېره ورځ پرېکړه کړې، چې د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت کې د دې هېواد پوځیانو د افغانستان د روزګان ولایت د استوګنې پر یوه کلي غیرقانوني هوایي برید کړی، چې قربانیانو ته باید تاوان ورکړ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په چورې ولسوالۍ کې د هوایي برید د یوه تجربه کار له راپور وروسته، چې په لسګونه ملکي وګړي په کې وژل شوي وه، د هالیند دفاع وزارت نږدې دوه کاله مخکې له څارنوالانو غوښتي وه، چې د دې برید د مشروعیت په اړه پلټنې وکړي.

د هاګ محکمې په څرګندونو کې راغلي؛ هالیند پر اړوند کلي د بمبارد مسوول دی. معلومه شوه، چې په دې کورونو کې ملکي وګړي اوسېدل. دولت دا حقیقت منلی، چې طالبانو کورونه د پوځي موخو لپاره کارولي دي (…) او په دې توګه بمبارد غیر قانوني نه و.

محکمې په ډاګه کړې؛ دولت نه پوهیږي، چې د کومو شواهدو پر بنسټ دا کورونه د طالبانو لخوا کارول شوي (…) نو، ځکه بنبارد غیرقانوني دی.

د رویترز د راپور لخه مخې؛ محکمې دا هم ویلي، چې د قربانیانو د خسارې کچه هم باید وروسته وټاکل شي.

Trending

Exit mobile version