بی بی سی پښتو
یوې ښځې ۱۰ کاله د مور مړی په یخچال کې ساتلی و
جاپان کې پولیسو له هغه وروسته یوه ښځه ونیوله چې د دغې ښځې کور په بخچال کې یې د هغې د مور مړی وموند. د ځايي رسنیو رپوټونو کې د پولیسو نامعلومې سرچینې له قوله ویل شوي، دغې ۴۸ کلنې ښځې چې یومې یوشینو نومېږي ۱۰ کاله د مور مړی په یخچال کې ساتلی و.
د دې سرچینې په وینا د توکیو ښار هغه اپارتمان چې اغلې یوشینو پکې ژوند کاوه، د مور، لور شریک وو او دې نه غوښتل له دې اپارتمانه ووځي، ځکه یې تر یوې لسیزې د مور مړی په یخچال کې ایښی و.
پولیس وايي، په ظاهره یې پر مړي د ټپونو کومه نښه نښانه نه ده لیدلې.
رپوټونو کې ویل شوي، کله چې د کرایې نه ورکولو له کبله اغلې یوشینو په زور له کوره وتلو ته اړایستل شوه، یوه صفاکار کس د اپارتمان په یخچال کې مړی ولید او پولیسو ته یې معلومات ورکړل.
پولیس وايي، په یخچال کې د ځاییدو لپاره مړی تروړل شوی دی.
بل لور ته پولیسو د جمعې پر ورځ توکیو ته ښار ته د نژدې چیبا ښارګوټي له یوه هوټله اغلې یوشینو نیولې ده.