تازه خبرونه

یو آسترالیایي شرکت د افغانستان کان کیندنې ته لیواله شوی

Published

on

د بلومبرګ د څرګندونو له مخې؛ د آسترالیا د اوسپنیزو توکو صادرونکی فورتسکیو نومي شرکت له ولسمشر سره د کان کیندنې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي: دغه آسترلیایي شرکت، چې په نړۍ کې د کانونو او اوسپنیزو توکو له لویو صادروونکیو شرکتونو څخه دی؛ د افغانستان د کانونو د سکتور د ودې لپاره یې د یو تریلیون دالرو د پانګونې هڅه کړې ده.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر خان مطفي ویلي، چې د شرکت مشر اندریو فوریست او د هېواد ولسمشر اشرف غني د اګست پر شپږمه په یوه ویدیو کنفرانس کې د اوسپنې او مسو د کانونو په اړه خبرې کړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د پوره بحث لپاره د روان کال په اکتوبر کې افغانستان ته هم راشي.

مطفي زیاته کړې، چې دې شرکت زمونږ کانونو ته لیوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د طبیعي سرچینو یو بډای هېواد دی؛ ځکه، نو دا شرکت د کانونو سکتور ته د ودې ورکولو مالي وړتیا هم لري.

دغه شرکت، چې د آسترلیا په پرت ښار کې هڅې تر سره کوي؛ څرګندږي، چې فورتسکیو پراختیايي پروګرامونه لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ د شرکت بنسټوال د نړۍ له مشرانو سره خپلې اړیکې روانې ساتي.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان د طبیعي زیرمو یو بډای هېواد دی، چې له مسو، لیتیوم، تالک، مرمر، سره زر، یورانیم او نورو بېلابېلو کانونو لرونکی دی.

Trending

Exit mobile version