تازه خبرونه

یو اس ای دي له ۹۵۰۰۰ افغان کورنیو سره مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۲, ۱۳۹۹)

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا دبلیو اف پي د امریکا  نړیوالې پراختیا ادارې یا یو اس ای دي  د کووید – ۱۹ د اغېزو له کبله له ځپل شویو ۹۵۰۰۰ افغان کورنیو سره  د  ۱۲ میلیون امریکایي ډالرو له مرستې مننه کړې ده.

په افغانستان کې بېړنی روغتیایي حالت د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره ګډ شوی او د یو شمېر ټولنو د ژوندانه بهیر یې را تنګ کړی دی.

له یواس ای دي څخه ترلاسه شوې دغه مرسته به دبلیو اف پي ته د دې اجازه ورکړي، چې له ۹۵۰۰۰ کورنیو سره، چې د کووید-۱۹ وبا له اقتصادي زیانونو اغېزمن کړي؛ د نغدو پیسو مرستې ترسره کړي.

د خوراک نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ هره کورنۍ به ۶۰۰۰ افغانۍ مرسته تر لاسه کړي، چې د دوه میاشتو لپاره خپلې یو شمېر د خوراکي توکو اړتیاوې پوره کړي.

په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیا یا یو اس ای دي مشر پیتر نتیلو پدې اړه ویلي؛ کووید-۱۹ په دې هېواد کې د هغو کورنیو ژوند، چې په ورځني مزد یې تکیه کوله او یا یې کوچنۍ سوداګري لرله مختل کړ. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې په ښارونو کې ژوند کوي او د قرنطین له کبله د ډوډۍ رانیولو لپاره د پیسو پیدا کولو ټولې شونتیاوې پرې بندې شوې.

نوموړي زیاته کړې: له دبلیو اف پي سره د ګډ کار لپاره  به یو اس ای دي په افغانستان کې د کووید – ۱۹ وبا له کبله ځینو ترټولو اغېزمن شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي. اړمنې کورنۍ به په هرات ښار او پلازمېنه کابل، د هېواد دوه ښاري مرکزونو کې، چې د کووید-۱۹ مثبتې پېښې پر ترټولو لوړه کچه ثبت شوي او هم پرې د اقتصاد او انفرادي ژوندانه د دغې وبا اغېز ډېر احساس شوی،؛دغه مرستې ترلاسه کړي. دغه مرسته به له ترټولو اړمنو کورنیو د ژوند پر مخ بیولو لپاره له منفي میکانیزمونو لکه سوالګري، پر ماشومانو له کار کولو او یا هم په کمه کچه او لږ غذایي وعدو د خوړو څخه له ګټې اخیستنې ځان وساتي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال او سرپرست مشر رابرت کسکا ویلي:  مونږ د یو اس ای دي له دې مرستې او په افغانستان کې د دبلیو اف پي څخه د دوی د پرلپسې ملاتړ له کبله مننه کوو.

کسکا زیاته کړې:  دغه مرسته په اړین مهال رارسېږي؛ داسې مهال، چې مونږ د کووید -۱۹ وبا له کبله زیانمنو شویو کسانو ته د رسېدو لپاره ۵۳ میلیون امریکایي دالرو ته اړتیا لرو. په ګډه د ګامونو له اخیستو پرته، افغانستان کېدای شي په لسیزو کې د خوړو د خوندیتوب له ورانوونکي کړکېچ سره مخ شي.

دIPC  یاClassification Phase Security Food Integrated د وروستیو پایلو پربنسټ، د ۲۰۲۰ م کال په پیل کې، د لسیزو جګړو، طبیعي پېښو او مخ پر ودې بېوزلۍ له کبله له ۱۲ میلیون څخه ډېر کسان په حاده توګه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ ول. اوسمهال، د کووید-۱۹ وبا په میلیونونه افغانان لوږې ته د لوېدو په خطر کې اچولي دي، د خوړو له غیر معمولي لوړو بیو سره یې مخ کړي او د دندو د ترسره کولو شونتیاوې یې را کمې کړې دي.

د دغې وبا اوږد مهاله اغېزوته د رسېدنې په موخه، د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز د روغتیا یي مرکزونو او ګرځنده ډلوله لارې خدمتونه وړاندې کوي، چې په نجونو، هلکانو، امیندواره او شیدې ورکوونکیو میندو کې د خوارځواکۍ درملنه او مخنیوی وکړي.

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه، تر کلکو احتیاطي تدابیرو لاندې، دبلیو اف پي د پېښو پروړاندې د ټولنو د تاب راوړنې د غښتلي کولو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د کووید-۱۹ د اغېزو له کبله، دبلیو اف پي په پام کې لري، چې له وړاندې پر پلان شویو خلکو سربېره، ۳ میلیون نورو کسانو ته هم د خوراکي توکو مرستې ورسوي، چې ۵۳ میلیون امریکایي دالرو اضافي مرستو ته اړتیا ده.

ټولټال، په ۲۰۲۰ م کال کې، دبلیو اف پي په پام کې لري، چې ۳،۱۰ میلیون د خوړو له پلوه نه خوندي خلکو ته مرستې ورسوي.

د ۲۰۲۰ م کال له جولای څخه تر ډسمبر میاشتې پورې، دبلیو اف پي د خپلو ټولو پلان شویو فعالیتونو لپاره ۲۱۸ میلیون امریکایي دالرو ته اړتیا لري، چې ۱۳۵ میلیو امریکایي دالر اوس هم ترلاسه شوي ندي.

د یو اس ای دي لخوا دغه مرسته په ۲۰۲۰ م کال کې د ۴۹ میلیون او په ۲۰۱۹ م کال کې د ۹۲ میلیون امریکایي دالرو د مرستو پر دوام ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په نړۍ کې تر ټولو لویه بشري اداره ده، چې د بیړنیو حالاتو پرمهال د خلکو ژوند ژغوري، هوساینه رامنځته کوي او له کړکېچ، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون څخه د راوتلیو خلکو لپاره د باثباته راتلونکې ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version