تازه خبرونه
یو افغان بندي له تبادلې وروسته افغانستان ته راولېږدول شو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ خبرپاڼې د څرګندونو له مخې: « خان محمد امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»
د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د اوږدو او ګټورو خبرو په پایله کې خان محمد نومی افغان بندي له امریکایي وګړو سره په تبادله کې له بند خوشې او هېواد ته راولېږدول شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: « خان محمد امریکایي محکمو پر عمري بند محکوم کړی و او په کالیفورنیا ایالت کې يې د بند موده تېروله.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ «د افغانستان اسلامي امارت دا تبادله د خبرو اترو له لارې د مسئلو د حل یوه ښه بېلګه بولي او په دې برخه کې د قطر ورور هېواد له ګټور رول څخه ځانګړې مننه کوي.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ خان محمد نږدې دوه لسیزې مخکې په ننګرهار کې نیول شوی و.
امریکايي چارواکو له اسلامي امارت سره د دغه زنداني د تبادلې په اړه څه ندي ویلي؛ خو «CNN» خبر ورکړی، چې د دواړو خواوو د بندیانو د خلاصون په اړه د امریکا او اسلامي امارت تر منځ له دوه کلنو خبرو اترو وروسته راین کاربیټ او ویلیم مک کانټي د «خان محمد» د خلاصون په بدل کې له بنده خوشې شول او واشنګټن ته ستانه شوي دي.