تازه خبرونه
یو افغان وګړی په پاکستان کې د سرو زرو د قاچاق پر تور پر ۲۵ کاله بند محکوم شو
پاکستانیو رسنیو په ډاګه کړې، چې حکومت تېره ورځ (د وري ۱۳) یوه افغان وګړی د درې کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق پر تور پر ۲۵ کاله بند محکوم کړ.
دغه کس ادریس نومیږی او تېر کال په نیول شوی و.
دغه سړی د پاکستان د یوې محکمې لخوا د پیسو منځلو له قانونه د سرغړونې پر تور محکوم پېژندل شوی دی.
د راپور له مخې، د محکمې لخوا محکوم شوی کس ۶۳۰۰۰۰ امریکایي ډالر جریمه شوی هم دی.
افغان حکومت تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.
