تازه خبرونه
یو افغان په ایران کې اعدام شو
د بشري حقونو«ههنګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.
یو ۲۰ کلن قائم حسيني نومی افغان ، چې ویل کېږي د ایران په تېر کال اعتراضونو کې یې ګډون کړی و؛ له نیولو وروسته په اصفهان کې اعدام شوی دی.
د بشري حقونو«ههنګاو» ادارې راپور ورکړی، چې د حسيني د اعدام حکم نن پنجشنبه سهار د اصفهان په مرکزي زندان کې پلي شوی دی.
د «میزان» خبري آژانس د راپور له مخې؛ حسيني د «محاربه»، «په ځمکه کې فساد خپرول»، «د ملي امنیت پر ضد اقدام» او «د عامه شتمنیو ویجاړولو» پر ګډون په یو شمېر تورونو کې پر اعدام محکوم شوی و.
نوموړی د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال د مرغومي پر اتهلسمه د اصفهان د علیخاني میدان په رامنځته شویو پېښو کې پر ګډون تورن شوی و؛ په دغو پېښو کې د ایران څلور امنیتي سرتېري وژل شوي وه.
حسيني د دې قضیې پېنځم تورن کس دی، چې اعدامېږي.
له هغه مخکې څلور نور تورن کسان، چې د هغه د ترور زوی ګلمحمد محمدي هم په کې و؛ اعدام شوي وه.
تازه خبرونه
په بدخشان کې د بدیلو عایداتي سرچینو پر پراختیا د یوناما ټینګار
د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشهيي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر(یوناما) ويلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او سرپرستې جورجټ ګانیون بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د بدیلو عایداتي سرچینو د پراختیايي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې پر ډېرو پرلهپسې پانګونو ټینګار کړی دی.
د یوناما د څرګندونو له مهخې؛ ګانیون له سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او د ټولنې له استازو سره د خلکو پر ژوند د اغېز کوونکو موضوعاتو؛ د ښځو د وضعیت او د نشهيي توکو د پایلو د کمولو لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي.
هغې په فیضآباد ښار کې له ښځینه متشبثینو سره لیدلي او د روږدو کسانو د درملنې او بیا رغونې له یوه مرکز څخه یې هم لیدنه کړې، چې د ملګرو ملتونو لهخوا یې ملاتړ کیږي.
ګانیون د کشم ولسوالۍ په سفر کې د ښځو لپاره له یوه خوندي ځای او د لبنیاتو له یوه داسې پروسس مرکز څخه هم لیدنه کړې، چې ښځې یې اداره کوي او د کوکنارو د کښت لپاره د بدیل عاید زمینه برابروي.
یوناما زیاته کړې، چې ګانیون د افغانستان له خلکو څخه د ملګرو ملتونو پر ملاتړ ټینګار کړی او د تلپاتي بدیلو عایداتي فرصتونو او بدیلو پراختیايي لارو په برخه کې یې د ډېرو پانګونو غوښتنه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي، څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان پر پوله ځینې تحرکات رامنځته شوي وه؛ خو اوس دغه وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وسلهوالې نښتې په اړه د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې د څرګندونو په غبرګون کې ډاډ ورکړی، چې په دې سیمه کې به هیڅ راز پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي.
مجاهد ویلي، څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان پر پوله ځینې تحرکات رامنځته شوي وه؛ خو اوس دغه وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
هغه زیاته کړې، چې د دغې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو فعالیتونه له پخوا راپدېخوا موجود دي او هغوی له دې لارې تګ راتګ کوي؛ خو هغه زیاته کړې، له دې پرته هيڅ پوځي نښته یا جدي امنیتي ستونزه نشته.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې هیچاته به له افغانستان څخه د تاجکستان پر ضد د دې خاورې د کارولو اجازه ور نهکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې له دې مخکې ویلي وه، چې دوه افغان وګړي په یوه سرحدي نښته کې وژل شوي دي. د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، دغو کسانو په ناقانونه توګه د تاجکستان خاورې ته ننوتلي وه او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.
تازه خبرونه
افغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګهوالو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري کوله او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم په کې و؛ په بلاروس کې له یو شمېر سترو دولتي او خصوصي تولیدي کارخونو لیدنه کړې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ دغه لیدنې د تولید له نوې ټکنالوژۍ او لارو چارو سره د بلدتیا، د تولیدي او صنعتي وړتیاوو د ارزونې، د کارخونو د مدیریت او فعالیت د څرنګوالي د څېړنې، د پانګهوالو د هڅونې او د تخنیکي پوهې او تجربو د لېږد ترسره شوې دي.
افغان پلاوي د دغو لیدنو پر مهال د غلو- دانو د پروسس، کیمیاوي سرو او خوراکي توکو د تولید، لبنیاتو، بورې، غوښې او حیواني درملو له کارخونو څخه لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي، چې افغان پلاوي په افغانستان کې د ورته کارخونو د جوړولو امکانات هم ارزولي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلاره ملي خبرو ته اړتیا ده – پاکستاني کارپوه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoترکیې د سوریې پر اډه د برید په اړه د اسرائیلو«بې بنسټه» ادعاوې رد کړې
-
تازه خبرونه3 days agoدرېیمو هېوادونو ته له قطره د بند پاتې افغانانو د لېږد خبرې روانې دي- امریکا
-
لوبی2 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoایران، چین او ترکیه د نورو پر پرتله له اسلامي امارت سره ډېرې ډیپلوماټیکې اړیکې لري
-
تازه خبرونه3 days agoد ځینو افغانانو بېرته ستنول افغانستان ته شوني دي – د سویس محکمه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران ملاتړي هېوادونه به له اقتصادي اغېزو سره مخ شي – ټرمپ
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoله افغان بیسیم شرکت سره د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
