تازه خبرونه

یو افغان په نوي مکسیکو کې د ۲ مسلمانانو پر وژلو تورن شو

Published

on

د امریکا پولیسو د سې شنبې پر ورځ یو افغان د نوي مکسیکو په آلبوکرکي ښار کې له لږ تر لږه ۴ کسانو څخه د ۲ د وژنې پر تور نیولی دی.

۵۱ کلن شکمن محمد سید، چې له ۵ کلونو راپدیخوا په امریکا کې اوسیږي؛ په اړوند سیمه کې د مسلمانانو پر ضد د غلچکي بریدونو د ترسره کولو پر تور نیول شوی دی.

د پولیسو مشر هارولد میدینا ویلي، چې دا اوس هم څرګنده نده، چې آیا دا وژنه باید له کرکې د لړ ده او که جرم وګڼل شي.

پولیسو ویلي، پلټونکیو د ښار له مسلمانې ټولنې څخه یوه خبرتیا ترلاسه کړې، چې سید نومي ته یې نغوته کړې، چې پخپله هم یو مسلمان دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې؛ سید، چې یو سني مذهبه دی له شیعه سره د خپلې لور له واده غصې اخیستی؛ خو پولیسو ویلي، چې د ټولو احتمالي انګیزو په اړه پلټنې روانې دي.

د نیو مکسیکو د اسلامي مرکز مشر احمد اسید ومنله، چې ” دغه واده شوی دی” خو هغه د شکمن کس د هڅونې په اړه، چې د جومات په ناستو کې یې “کله ناکله” ګډون کړی؛ کومې پایلې ته رسیدلي ندي.

د پاکستان یو ۲۵ کلن نعیم حسین نومی د جمعې پر شپه وژل شوی. د هغه مړینه یوازې څو ورځې وروسته له هغه رامنځته شوې، چې محمد افضل حسین ۲۷ او آفتاب حسین ۴۱ کلن دي، چې د همدې جومات مقتدیان دي.

تر ټولو لومړنۍ قضیه د نومبر په میاشت کې د ۶۲ کلن افغان محمد احمدي وژنه ده.

چارواکو ویلي، د اوس لپاره سید د آفتاب حسین او محمد افضل حسین پر وژنو تورن دی؛ ځکه، چې د جرم په صحنو کې موندل شوې مرمۍ د هغه په ​​کور کې له موندل شوي ټوپک سره تړاو لري.

Trending

Exit mobile version