تازه خبرونه

یو افغان کډوال اروپا ته د خپل سفر ستونزې انځوریزې کړې

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۱, ۱۴۰۰

رویټرز د ختیځې فرانسې د کډوالو له کمپونو یوه وروستۍ ویډیو خپره کړې، چې د افغان کډوالو بد حالت ښيي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې؛ له تېرو څلور میاشتو راپدیخوا دغه پناه غوښتونکي بې برخلیکه ژوند تېروي.یو افغان مهاجر او عکاس کډوال عبدالصبور نومی، چې په کډوالۍ کې له ډېرو ستونزو سره مخ  دی؛ د خپلې کامرې پر مټ غواړي نړۍ ته د هغو افغان کډوالو حال وښيي، چې د بدو شرایطو له کبله یې کډوالۍ ته زړه ښه کړی دی. نوموړی وایي: زما په سفر کې ډېر څه پېښ شوي. زما د سفر پرمهال هیڅوک نه ول، چې عکسونه واخلي او وښیي، چې څه پېښیږي. ما پرېکړه وکړه، چې خپل سفر وګورم او نړۍ ته وښیم، چې دا څومره سخت دی. دا هغه وخت دی، چې تاسې خپل کور پریږدئ.اروپايي هېوادونو ته د يو شمېر افغانانو کډوالو څپې د پخواني رژيم له ړنګېدو وروسته زياتې شوې او د کار نشتوالي، بېوزلۍ او اقتصاد د دغه هېواد پر خلکو اغېز وکړ. هغه زیاتوي: ټول خلک بېوزله دي. دا حالت، چې وینو؛ خلک په تېښته کې دي. ټول غواړي بهر ته ولاړ شي؛ ځکه دلته کار او روزګار نشته. ټول د کار په فکر کې دي؛ خو کار نه پیدا کیږي.

عید محمد نومی د کابل یو بل اوسیدونکی وایي؛ خلک نه پوهیږي، چې خپله د خواړو وړ ډوډۍ  له کومه کړي؛ بېوسه ا بې ځواکه دي. اسلامي امارت باید له خلکو څخه په دې برخه کې هم ملاتړ وکړي، چې کډواله نشي.

اسلامي امارت له هېوادوالو څخه غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي او د پردیو هېوادونو په سختو او ذلیلو کارونو کې ښکېل نشي.

د کډوالو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټی وایي: اسلامي امارت له خلکو غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي. هغه عزت او ژوند، چې په خپل هېواد کې دی بل ځای به یې ونلري؛ په اوبو کې ډوبېږي یا په پولو کې مری او هغه شمېر، چې رسیږي په کمپونو کې بد حالت لري او دا د خواشینۍ وړ ده.   

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې د څلوېښتو زره نورو افغان کډوالو منلو ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.

Trending

Exit mobile version